که د قارون شتمني هم ورکړئ امریکا به مو ونه ساتي

ګنګوسې

که د قارون شتمني هم ورکړئ امریکا به مو ونه ساتي

2054

د الجزائر رسنیو کې د لوبو شنونکي حفیظ دراجي بي ان سپورټس قطر تلویزیوني چینل سره په خبرو کې د عربو مشرانو ته په پیغام کې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي، امریکا ته که د قارون دنیا او شتمني هم ورکړئ ستاسو ساتنه نه شي کولی.
حفیظ دراجي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا به تاسو ونه ساتي که تاسو ورته د قارون دنیا هم ورکړئ، مګر ولس دی چې خپل واکمنان، حکومتونه او ادارې ساتي، که درناوی یې وشي ولس ستاسو دی، ټرمپ لپاره خپل هیواد او د اسرائېلو ساتنه اړینه ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، د منځني ختیځ هیوادونه به د امریکا له ملګرتیا پرته یوه اوونۍ هم پاتې نه شي، له بډای هیوادونو یې غوښتي چې پیسې ورکړي او د ایران مخه ونیسي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د فرانسې ولسمشر سره په مطبوعاتي غونډه کې وویل: "موږ په منځني ختیځ کې په ۱۸ کلونو کې ۷ تریلونه ډالر لګولي باید بډای هیوادونه یې موږ ته راکړي او موږ به د نورو هیوادونو سرتیري سوریي ته واستوو".
ټرمپ زیاته کړه، موږ نه شو کولای چې په ملیونونو ډالر او سرتیري منځني ختیځ کې له خطر سره مخ کړو، نوموړي پر دې یې ټينګار وکړ چې د منځني ختیځ هیوادونه زموږ له مرستې پرته یوه اونۍ هم نه شي پاتی کیدلی، باید هغوي موږ ته لګښت راکړي تر څو یې موږ ساتنه وکړو.



اعلان