له الېزابت وروسته د برتانیې د تخت وارثان څوک دي؟

ګنګوسې

له الېزابت وروسته د برتانیې د تخت وارثان څوک دي؟

657

برتانیه کې شاهي کورنۍ نوي پیدا شوي ماشوم د دې کورنۍ د پاچاهۍ موده نوره هم وغځوله، چې د ده په پیدا کیدلو سره د تخت وارثان ۶ شول، له الېزابت وروسته چارلېس د تخت لومړی وارث ګڼل کیږي، له ده وروسته ویلیم او بیا د ویلیم بچیان د عمر په ډير والي سره به په خپل وار په تخت کیښني، د ویلیم په بچیانو کې به لومړی جورج، چارلوټ او بیا نوی پیدا شوی ماشوم د تخت وارثان دي او له دوی وروسته د ویلیم سکنی ورور هیري د تخت وارث ګڼل کیږي.
د دې کورنۍ وارثان له دې هم ډیر دي چې له کورنۍ سره نږدې او لرې اړیکې لري.
دې کورنۍ د تیرې دوشنبې په ورځ د نوي ماشوم چې روغ او ۴ کیلو وزن لري د زیږیدلو اعلان وکړ، دا د ویلیم او مېرمن کیټ میډیلون دریم ماشوم دی او پرته له ده دوه ماشومان جورج او چارلوټ لري.
دا کورنۍ د یو پریکړه لیک له مخې چې ۱۷۰۱ ز کال کې شوی د برتانیې واکمنه کورنۍ ټاکل شوې ده، مګر د دې کورنۍ نسل برتانوي نه بلکه الماني دی چې پېړۍ وړاندې یې په اروپا حکومت کولو.



اعلان