نجیب الله

د پرون کيسه

نجیب الله

1887

زاهدخلیلي

نجیب د کابل طب پوهنتون د نسايي ولادي څانګې نه فارغ شوی و. ښه پوخ پرچمي او ورسره پښتني احساسات يې درلودل.
د چپي ايډيالوژۍ او سیاسي فعالیتونو لرلو له امله څو ځل بندي شوی. بیا چې د خلقي امین په مشرۍ پوځ راپاڅېد؛ نو دی په کې تهران ته سفیر ولېږل شو او امین چې د پرچميانو په شړلو پېل وکړ؛ نو نجیب له تهرانه یوګوسلاویا ته وتښتېده او د سفارت له خزانې يې سل زره ډالر هم له ځان سره یوړل.
له کارمل او نورو پرچمیانو سره یو ځای د شوروي پر ټانکونو سپور کابل ته راننوت. ورپسې د خاد استخباراتي ادارې رییس شو، دا چې څوک، څنګه او څومره يې وژلي، تاریخ خوندي کړي.
دا چې دی ولې شورویانو د حکومت مشر په توګه غوره کړ، لامل يې د ګورباچوف هغه پلان و، چې غوښتل يې پوځ له افغانستانه وباسي ځکه (انقلاب ضد او امپریالېزم افغانستان د ناسور په زخم بدل کړی و). د پوهاند کاکړ په وینا، شورویانو کارمل ته ویلي وو چې افغانستان کې انقلابي بنسټ نه شته، ته د افغانانو د اسلامي ارزښت درناوی وکړه، مخالفانو سره واک ووېشه او یاغیانو سره جوړه وکړه؛ خو کارمل نه منله او د شوروي پوځ پاتې کېدل يې غوښتل. کې،جي، بي نجیب ځکه د کارمل پر ځای غوره کړ چې د شورویانو نوی پروګرام يې منلی و او مهمه لا دا چې د شورویانو د اعتبار وړ ګرځېدلی و. خاد د نجیب په وخت کې داسې و، لکه د کې، جي، بي کومه څانګه چې وي (بندي کول، ترور، وژل، کړول).
پوهاند کاکړ زیاتوي، نجیب د رجیم (رژيم) په سروال کېدلو سره د ګورباچوف او شیواردنازي په سپارښتنه یو لړ سمونونه پېل کړل. مثلاً، هغه کمونیستي تمرینونه يې چې د خلقي رجیم او کارمل په وخت کې کول، پرې يې ښودل. ځان يې مسلمان وښود او د جومې لمونځونه يې په پل خیشتي کې اداء کول شروع کړل.
شورویانو د ده له راتګ وړاندې د پوځ په ایستلو فکر پېل کړی و. د ژینو خبرې هم روانې وې. کله چې يې ولیدل، نور به یې شورویان ملا و نه تړي؛ نو د ملي روغې جوړې کړنلاره يې د ۱۹۸۷ په جنورۍ کې اعلان کړه. جنرال لیاخوفسکي وايي، خلکو يې په خبره ځکه شک کاوه چې له دې وړاندې دوی یوزاې د زور نارې وهلې.
بیا چې کابل ته ملېشې ننوتې او کابل د سقوط په درشل کې و؛ نو له وطنه د تېښتې له پاره يې له اسلام اباده بینین سېوان راوغوښت. ډېر ګومان دادی چې نجیب به هند د تلو اراده درلوده، څو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

د نجیب ملاتړي

د نجیب ملاتړي څوک دي. ما چې څومره کتلي، درې ډوله خلک يې ملاتړ کوي.
لومړی، هغه چې فکري-ګوندي ملګري يې پاتې شوي یا د دوی د کورنۍ غړي دي. دویم یې هغه کسان دي چې د هېواد وروستۍ پېښې يې نه دي مطالعه کړي، خو په یوټيوب او ټولنیزو شبکو کې د نجیب لاس په لاس کېدونکې ويډيو ګانې ګوري چې نجیب په کې (ملي خبرې) کوي او دا د هغه وخت خبرې دي چې نجیب او حکومت يې نور د یوازېتوب او د سقوط په لور چټک ګامونه اخلي. دوی یوازې په همدې خبرو بسنه کوي.
درېيمه ډله يې ما چې ليدلي زیاتره يې خپل قومیان (احمدزیان) یا د همغه سمت پښتانه دي. دا خبره د مشاهدې له مخې کوم.
دا چې چا وواژه، په دې اړه ډېرې خبرې شته او ډېر لیکل پرې شوي. خو دا خبره، چې ډېره مشهوره ده او ځینې يې د واقعیت په توګه مني، بلکل ناسمه ده چې نجیب جي ایج کيو (پنډۍ) ته وړل شوی او هلته د ډیورنډ د نه لاسلیکولو له امله ووژل شو او بیا اریانا څلور لاره کې را وځړول شو.
ملا ضعیف په خپل وروستي کتاب کې مني چې نجیب د افغان طالبانو د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی.



اعلان