له عمران خان درېیمه ښځه هم تللې

ګنګوسې

له عمران خان درېیمه ښځه هم تللې

2361

راپورونه وایي د پاکستاني سیاستوال او د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند له مشر عمران خان څخه یې درېیمه مېرمن بشری منیکا د جګړې له امله خپل پلار کره تللې ده.
ډیلي پاکستان رسنۍ د ځایي سرچینو په حواله لیکلي چې د دواړو تر منځ د بشری د زوی پر سر شخړه شوې ده. له واده وړاندې منل شوې وه چې د بشری له کورنۍ څخه به په بني ګاله (اسلام اباد کې د عمران خان لوی دفتر او کور) کې به د بشری له کورنۍ نه د زیات مهال له پاره څوک نه پاتې کېږي.
ویل کېږي چې په بني ګاله کې له فرید منیکا څخه د بشری د زوی مېشتېدو عمران خان غوسه کړی دی.
فرید منیکا د بشری پخوانی خاوند و چې بشری ترې طلاق واخیست او بیا یې له عمران خان سره واده وکړ.
راپور کې زیاته شوې چې بشری د عمران خان له لوري په کور کې د سپیو ساتلو په غوسه کړې چې په وینا یې دا یې مذهب نه مني.
د بشری په اړه ویل کېږي چې بشپړه مذهبي ښځه ده.
دا له استرالیاوۍ جیمایا خان او پښتنې ریحام خان وروسته د عمران خان درېیمه مېرمن ده چې وړاندې دوه یې طلاقې کړې وې او اوس یې له دې سره هم د شخړې راپورونه ورکول کېږي.
خان تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.



اعلان