کرزی: جو بايډن په غوسه را ته وويل: پاکستان له افغانستانه ۵۰ واره ښه دی

افغانستان

کرزی: جو بايډن په غوسه را ته وويل: پاکستان له افغانستانه ۵۰ واره ښه دی

2986

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د سولې او جنګ انسټيټيوټ کې د وينا پر مهال پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. نوموړی د خپلې وينا په ترڅ کې يو وار بيا امريکايي چارواکو سره د خپل مخالفت په اړه غږېدلی دی.

حامد کرزي پر امريکا نيوکه کړې چې افغانستان کې د پاکستان پر لاسوهنو سترګې پټوي.

هغه وويل: «د افغانستان د ولسمشرۍ پر مهال، څو کاله مخکې موږ د شپې يوه مېلمستيا لرله، چې ډېر تاوده بحثونه په کې وشول؛ ما پر پاکستان نيوکه وکړه، خو د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال جو بايډن په مېز په زوره وهلو سره وويل چې پاکستان پنځوس ځله موږ ته له افغانستانه غوره دی». کرزي د دې بحث نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

پخواني ولسمشر د افغانستان د وضعيت د لا بدترېدو پړه پر واشنګټن اچولې ده او دا يې د امريکا د ناسمو سياستونو پايله بللې ده.

هغه ويلي چې افغانستان کې داعش ترهګره ډله د امريکا په شتون کې پياوړې شوه او جګړې او وينې تويولو لا زور واخيست.

کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې له امريکايي چارواکو سره مخالفت پيل کړ او وروسته دې مخالف زور واخيست، د کرزي دې کار ته ځينې خلک تر دې دمه د شک په سترګه ګوري او هغه ته نږدې پاتې شويو امريکايي چارواکو او ليکوالانو څرګنده کړې، چې د کرزي دا مخالفت يوازې له دې امله و، چې هېوادوال يې پرې د امريکايانو د ګوډاګي د ګومان کولو پر ځای يو خپلواک ولسمشر وبولي.



اعلان