مسکو کې د هټلر د ارموني په اړه څېړنه کېږي

راپورونه

مسکو کې د هټلر د ارموني په اړه څېړنه کېږي

787

د فرانسې حکومت به د فیلپ لوري ډي این ای ازموینه وکړي او څرګنده به کړي چې د اډولف هټلر لمسی دی که نه.
دې ازموینه کې به د فیلپ چې ځان د هټلر لمسی بولي، د ده او د هټلر د ځینو اندامونو څیړنه کیږي چې د روسیي کي جي بي اداری په مسکو کې ساتلي.
د برتاینې ډيلي میل ورځپاڼې په وینا فیلپ په دې باور دی چې د ده پلار جون ماري لوري د هټلر ارمونی زوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، د فیلپ نیا چارلوټ لوبګوا د هټلر سره اړیکه درلوده، وروسته یې د یو الماني سره اړیکه لرله چې په شمالي فرانسه کې جنګیده.
ورځپاڼه د فیلپ له خولې وایي، پلار همیشه ماته او زما ورونو ته ویل، چې تاسو د اډولف هټلر لمسیان یاست.
ورځپاڼي ویلي، د روسیې تلویزیوني چینل ان ټي وي د فیلپ د نمونې لیږد به مسکو ته په دې موخه وي چې اډولف هټلر د پاتې شونو سره یې وویني او دا څرګنده کړي چې په ریښتیا سره فیلپ د هټلر لمسی دی، پر هټلر د جوزف سټالین ځواکونه په ۱۹۴۵ کال کې بریالي شول او په برلین کې یې وواژه.