افغانستان کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ته پردۍ تناسلي اله ولګول شوه

راپورونه

افغانستان کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ته پردۍ تناسلي اله ولګول شوه

1791

امريکايي ډاکټرانو د تناسلي الې او هګيو د پيوند لومړي عمليات ترسره کړي دي او افغانستان کې يوه ټپي شوي امريکايي سرتېري ته يې پردۍ تناسلي اله او هګۍ لګولي دي.

د سپوټنيک له راپور سره سم امريکايي پوهنتون جانز هاپکينز د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې دغه عمليات چې ۱۴ ساعته وخت يې ونيو، د مارچ په ۲۶مه نېټه ترسره شول او د پلاستيکي جراحۍ ۹ او يورولوژي جراحۍ ۲ ډاکټرانو په کې ګډون درلود.

د دې پوهنتون د پلاستيکي جراحۍ د څانګې مدير پروفيسر ډاکټر انډريو لي وويل: «موږ تمه لرو چې د پيوند دا عمليات به عادي حالت ته د دې ځوان د ادرار جريان او جنسي توان په راګرځولو کې مرسته وکړي».

دغه تناسلي اله او هګۍ د يوه مړ شوي تن وې چې ځوان ټپي سرتېري ته ولګول شوې، خو د سرتېري په اړه نور معلومات ډاکټرانو نه دي خپاره کړي.

په خبرپاڼه کې بې له دې چې د سرتېري د ټپي کېدو په اړه نور جزيات ورکړل شي، ويل شوي چې پر لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي د دا ډول ټپونو لامل کېدی شي.



اعلان