کرزی د هند-امریکا اړیکو په اړه: مودي! په دې لاره کې لویې دوکې دي

راپورونه

کرزی د هند-امریکا اړیکو په اړه: مودي! په دې لاره کې لویې دوکې دي

2008

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په هند کې دی او هلته یې د چکر وهلو تر څنګ بېلابېلو غونډو ته ویناوې کړي دي.
کرزي په اګرې ښار کې د living history په نوم یوې غونډې ته په وینا کې، د هند او امریکا د اړیکو او نږدې والي په اړه د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته په غېر مستقیم ډول وویل : "بابوجي! په ارام سره ځه، دې لاره کې لویې دوکې دي".
د انډیا ټوډی د راپور له مخې، کرزي په دې تړاو د افغانستان بېلګه وړاندې کړه او ویې ویل چې د بمونو غورځولو او لاس وهنې سربېره هلته سوله رانغله.
کرزي زیاته کړې چې امریکا د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ د له منځه وړلو له پاره راغله، خو هېڅ یې و نه کړل.
کرزی چې افغانستان ته د امریکا له راتګ وروسته نږدې څوارلس کاله د افغانستان واکمن و، د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې له امریکا سره مخالف شو چې له ولسمشرۍ وروسته یې دغه مخالفت چټک کړی او د امریکا سیاستونه غندي.



اعلان