«امنيتي چارواکي په جريان کې وو، خو هيڅ يې ونه کړل»

افغانستان

«امنيتي چارواکي په جريان کې وو، خو هيڅ يې ونه کړل»

231

د کابل لويديځ کې د وړمې ورځې خونړي بريد په اړه د سيمې اوسېدونکو او د سيمه‌ييزې شورا غړو څرګنده کړې ده، چې امنيتي ځواکونه په جريان کې وو، خو د پېښې د مخنيوي په پار يې هيڅ ونه کړل.

هغوی ويلي چې موږ د پېښې له رامنځته کېدو وړاندې له امنيتي ځواکونو غوښتي وو، چې امنيتي تدابير ټينګ کړي، دغه راز مو هغوی له شته تهديدونو خبر کړي وو.

د شپږمې ناحيې د خاتم الانبيا ښارګوټي د سيمه‌ييزې شورا رييس غلام سخي موفق سلام وطندار ته ويلي: «خلکو د سيمې د امنيت د تامين په پار پېژندپاڼې وېشلې وې او د امنيتي مسوولينو د لا پاملرنې په پار يې ګڼې غونډې ترسره کړې وې، خو امنيتي مسوولينو په هيڅ غونډه کې ګډون ونه کړ او ځانمرګي بريدګر له همدې ګټه پورته کړه».

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، چې د سيمې د خلکو په غونډو کې يې ګډون نه دی کړی، خو د پېژندپاڼو د توزېع او د رايه ورکوونکو د نومونو ثبتولو ټول مرکزونه د پوليسو تر پوښښ لاندې دي.

خو د سيمې خلک تور پورې کوي چې د امنيت د تامين په خاطر ګومارل شويو پوليسو د مرکزونو د کارکوونکو پر ځای پېژندپاڼې توزېع کولې او خپله دنده يې خوشې کړې وه او داسې د امنيت نيولو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

د يادونې وړ ده چې په دې بريد کې له ۷۰ ډېر وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. د پېښې مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.



اعلان