داعش ننګرهار کې له دریو وروڼو سرونه پرې کړي

افغانستان

داعش ننګرهار کې له دریو وروڼو سرونه پرې کړي

806

داعش ډلې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په تیریلي سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
ویل کېږي چې وژل شوي کسان وروڼه وو او داعش ترې سرونه پرې کړې دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوږیاڼي دغه پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی له دولت سره کوم تړاو نه درلود.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
داعش ډله چپرهار او دغې ولسولۍ سره تړلو پچیر-اګام، خوږیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې فعالیت لري.
د تیریلي سیمه جلال اباد ښار ته نږدې ده.



اعلان