د ټرمپ سلاکار: د کیم پریکړه ژمنه ده که تیر ایستنه

ګنګوسې

د ټرمپ سلاکار: د کیم پریکړه ژمنه ده که تیر ایستنه

898

د ټرمپ سلاکار د شمالي کوریا د اټومي توغندیو د ازموینې په اړه ویلي، دی باور لري چې شمالي کوریا د اټومي ازموینو لاس نه اخلي بلکه دا یوه دوکه ده.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي، د ولسمشرۍ سلاکاران اندیښمن دي چې د شمالي کوریا پریکړه چې له اټومي وسلو به لاس اخلي، دا ژمنه تر څومره سمه ده، کیم جون اون له خپلې خبرې بیرته ګرځيدلې هم شي، خو د کیم موخه د دوی سره باور رامنځ ته کول دي.
د ټرمپ سلاکاران باور لري چې په راتلونکې کې به امریکا نه شي کولای چې د شمالي کوریا غوښتنې رد کړي.
ځینې څیړونکي د کیم جون اون بیان ته هم په دې نظر ګوري چې د امریکا او ملګرو له خوا یې په بندیزونو کې کمې راشي.
د شمالي کوریا مشر کیم جون اون اعلان وکړ چې د هغه هیواد به د اپریل د ۲۱ مې نیټې وروسته د اټومي او لری ویشتونکو توغندیو ازمویني ودروي، له دې امله سلاکاران وايي چې کیم جون اون اټوم او لری ویشتونکي توغندي له مخکې تیار کړي دي، چې یوازې ازمویني یې پاتی دي او د ازموینو نه کولو وعده یې کړی ده.
د روانې میاشتې په ۲۷ به کیم جون اون د جنوبي کوریا د چارواکو سره لیدنه کوي، له دې ناستې وروسته به په راتلونکې میاشت کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره ګوري.
سپینی ماڼۍ ویلي و چې په راتلونکې میاشت کې به دواړه مشران سره ویني خو ورځ یې تر اوسه نه ده معلومه کړې.



اعلان