کابل: ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر یو دېرش ته لوړ شو

افغانستان

کابل: ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر یو دېرش ته لوړ شو

229

نن سهار د کابل پر وخت نږدې لس بجې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي سیمه کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز کې ځانمرکی برید وشو.
ای ایف پي رسنۍ لیکلي چې د افغانستان روغتیا وزارت تر اوسه د یو دېرش تنو وژل کېدل تایید کړي دي. لسګونه تنه نور ټپیان دي او ښایي چې دغه شمېر کې زیاتوالی راشي.
طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
دا د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې له پېل راهیسې د ټاکنو په مرکز څلورم برید دی.
غور، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې هم بریدونه شوي چې د پولیسو په ګډون په کې عامو خلکو ته هم زیان اوښتی دی.
د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسه چې له وړاندې ورو روانه ده، ښایي چې د دغو چاودنو له امله نوره هم ورو شي.