فراه: پوليسو د لسو افغانيو پر سر يو موټر چلوونکی وژلی

افغانستان

فراه: پوليسو د لسو افغانيو پر سر يو موټر چلوونکی وژلی

647

فراه کې پوليسو تېره ورځ يو چلوونکی له دې امله وژلی دی، چې لس نورې افغانۍ يې پوليسو ته نه ورکولې.

د ای ټي ان نيوز له لوري جوړ شوي وېډيويي راپور کې ويل شوي، چې دغه پوليس د فراه د مرکز اړوند سور سيمه کې پوليسو هغه مهال وواژه، چې پوليسو ترې د سلو افغانیو غوښتنه وکړه. چلوونکي پوليسو ته ۹۰ افغانۍ ورکړې او لس نورې يې نه ورکولې، چې د پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو.

وژل شوی چلوونکی د هرات اصلي اوسېدونکی دی، چې خپل موټر کې يې بانجان رومي او نوره سبزي کابل ته لېږدوله.

پر ټولنيزو رسنيو خپره د وژل شوي چلوونکي د جنازې ويډيو کې د جنازې وړونکي او د موټرو چلوونکي وايي، چې پوليسو له وژل شوي چلوونکي ۱۰۰ افغانۍ وغوښتې، هغه ۹۰ افغانۍ ورکړې او لس نورې يې نه ورکولې، چې د پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو.

قهرېدلو چلوونکو ويل، چې پوليس څنګه په لسو افغانيو يو تن وژني؟ «موږ بار انتقالوو، موږ د دی په څېر غلاوې نه کوو چې پر لارې ولاړ يو او غلاوې کوو، موږ غلاوې نه کوو، زما څه جرم دی چې دوی ما پر لس افغانۍ باندې وژني او ولي مې؟».

يوه بل چلوونکي وويل: «شکنځل پر ځان وړو، اورونه پر ځان وړو او مشران پرې نه خبروو، پر دې سربېره يو څوک سات راباندې تېروي يا په شل افغانۍ ټوپک را باندې ږدي او ټکان راباندې کوي، دا مسلماني ده؟»

دې اعتراض کوونکو چلوونکو وويل، چې په وروستيو دوو کلونو کې د باروړونکو موټرو دا پنځم چلوونکی دی چې د پوليسو له لوري د پيسو د نه ورکړې له امله وژل کېږي.

معترضين چې د فراه- کابل او فراه-هرات لويې لارې او فراه بازار يې تړلي دي، ګواښ کوي چې تر څو دا قاتل په لاس نه وي ورکړل شوی، نه دا لار خوشې کوي او نه جنازه پورته کوي او نه څوک دا حق لري چې دا بار له دې ځايه ولېږدوي.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي د پېښې د پخلي ترڅنګ د هغه پوليس د نيولو امر کړی دی، چې دا چلوونکی يې د لسو افغانيو په بدل کې وژلی دی.

 



اعلان