کابل-کندهار لويه لار: ترافيکې پېښې څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان

کابل-کندهار لويه لار: ترافيکې پېښې څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اړولې

927

د کندهار ځايي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د کابل- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې په يوه ترافيکي پېښه کې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه د دې ولايت د ميوند ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکی ستر موټر له يوې کرولا سره ټکر وکړ.

د هغوی په وينا پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.