چارواکي د رايو اچولو مرکزونو کې د خلکو د نومونو نه ليکلو له امله اندېښمن دي

افغانستان

چارواکي د رايو اچولو مرکزونو کې د خلکو د نومونو نه ليکلو له امله اندېښمن دي

374

په داسې حال کې چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د پيل ګڼې ورځې وتلي، په ډېر کم شمېر کې خلکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

لومړی اجرايه رياست او ورپسې د ولسمشرۍ دويم مرستيال يونس قانوني په دې اړه اندېښنه وښوده او څرګنده يې کړه چې خلک رايه ورکولو لپاره د نوم ليکنې لړۍ کې کومه دلچسپي نه ښيي.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون ويلي، چې په تېرو ۶ ورځو کې د نوم ليکنې په لړۍ کې يوازې ۱۱۳ زرو تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.

بل پلو اجرايه رياست د جنرال عبدالرازق هغه چاره ناسمه وبلله چې خلک يې يو ډول د فشار له لارې نوم ليکنې ته اړ ويستل او څرګنده يې کړه چې رايه ورکول د خلکو حق دی او حکومت د زور له لارې څوک دې ته نه اړ باسي.

خو تازه ولسمشر غني د ټاکنو کميسيون له مسوولينو او امنيتي ادارو له چارواکو سره له ناستې وروسته له ټولو دولتي مامورينو غوښتي، چې د يوې اوونۍ دننه دننه له خپلو کورنيو سره په پارلماني ټاکنو کې ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

هغه د حج او اوقافو وزارت ته هم امر کړی چې له ټولو ملايانو او خطيبانو غوښتنه وکړي، چې د جمعې د ورځې خطبو کې خلک نوم ليکنې ته تشويق کړي.

ټاکل شوې ده چې د ميزان په ۲۸ نېټه پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې افغانستان کې څومره شمېر وګړي د رايه ورکولو پر شرايطو برابر دي. د ټاکنو پر ورځ د رايه ورکولو لپاره دا اړينه ده چې رايه ورکوونکي خپلې تذکرې وړاندې د رايې ورکولو مرکزونو کې ثبت کړي، خو دا هم نه ده معلومه چې د افغانستان څومره اوسېدونکي تر اوسه تذکرې نه لري.

څرګنده نه ده چې خلک ولې د رايې ورکولو لپاره له نوم ليکلو ډډه کوي، خو پر ټولنيزو رسنيو په دې اړه د عامو خلکو تر منځ تاوده بحثونه کېږي او يو ستر شمېر خلک په دې باور دي، چې رايه ورکول يې هيڅ اهميت نه لري او نه هم چارواکي د دوی پر رايه ټاکل کېږي، ځکه نو په وينا يې د رايو ورکول به هسې ستړيا وي.

 



اعلان