د کیم الوتکه به ټرمپ سره د لیدنې ځای ټاکي

ګنګوسې

د کیم الوتکه به ټرمپ سره د لیدنې ځای ټاکي

2190

د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د ناستې په اړه تر اوسه کوم ځای نه دی په ډاګه شوی، ځکه چې د ناستې ځای به په ناڅاپي ډول څرګندیږي.
د جمعې په ورځ ټرمپ ویلي، چې د کیم جون اون سره به لیدنه په راتلونکو اونیو کې وکړي، ټرمپ زیاته کړه چې د ناستې لپاره ۵ مناسب ځایونه دي، خو ټرمپ ځایونه په ډاګه نه کړل.
نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې د سي آی اې پخوانۍ شنونکې ویلي، د کیم جون اون الوتکه پخوانۍ ده هیڅوک نه پوهیږي چې الوت به وکړي که نه.
د شمالي کوریا الوتکو د پخواني شوروي اتحاد په لور څو الوتنې لرلې چې نژدې سیمو ته یې کولې، خو په نژدې وختو کې هیڅ کوم خوا الوتنې نه لري.
د ۲۰۱۱ کال را هیسي کیم جون اون د خپل هیواد نه بهر هوایي سفر نه دی کړی، له دې امله د دواړو مشرانو د ناستې ځای په اړه شکونه پیدا شوي دي.
نیو یارک ټایمز زیاته کړه چې کیدای شي د غونډې لپاره د بیجینګ ښار په نښه شوی وي، ځکه کیم جون اون تیره میاشت د ریل ګاډي په واسطه هلته تللې وه.
ځینو نورو د منګولیا پلازمینه د دواړو لپاره مناسب ځای بولي، ځکه د دواړو هیوادونو سره ښه اړیکې لري او کیم کولای شي چې د ریل ګاډي په واسطه هلته ولاړ شي.
ورځپاڼه وایي، که کیم وغواړي چې له هر هیواد څخه الوتکه په کرایه واخلي کولای یې شي.
نیویارک ټایمز وایي، کیدای شي د دواړو مشرانو ناسته په سویډن یا سویټزرلینډ کې ترسره شي، ځکه دواړه هیوادونه له دوی سره دیپلوماتیکې اړیکې لري.



اعلان