"د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر دېپلوماتان د دولسم ټولګي سندونه هم نه لري"

افغانستان

382

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایي، په بهرنیو چارو وزارت کې ځینې داسې کسان د دېپلوماتانو په توګه ټاکل شوي چې تحصیلي اسناد نه لري.
دوی د دغه وزارت اداري مرستیال او د بشري منابعو رییس په دې کار تورنوي او وایي چې دغه ډول کسان یې د ملکي خدمتونو د قانون خلاف په دندو ګومارلي دي.
د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی وایي چې د یو شمېر کسانو دوسیې مو ولیدلې چې لېسانس او د دولسم ټولګي سندونه یې هم نه درلودل.
د ولسي جرګې دوه نورو غړو علي کاظمي او عبدالستار خواصي هم په دې موضوع خبرې وکړې. د خواصي په وینا د خرابې دېپلوماسۍ له امله افغانستان ته زیان اوړي.
ویل کیږي چې یاد وزارت ته زیات کارکوونکي د اړیکو له لارې ورغلي دي.
له طالبانو وروسته د حامد کرزي او اوس د اشرف غني په مشرۍ حکومتونو کې د دغه وزارت وزیران زیاتره وخت د جمعیت ګوند  څخه وو چې ګومان کیږي خپل ډېر کسان یې دغه وزارت ته ننویستي دي.
د دغه وزارت د بشري منابعو مشر نصیر اندېشه هم د جمعیت ګوند غړی دی.



اعلان