جنرال نېکولسن افغانستان کې د جګړې پر لا تېزولو ټينګار کړی

افغانستان

جنرال نېکولسن افغانستان کې د جګړې پر لا تېزولو ټينګار کړی

188

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن يو ځل بيا د جګړې پر لا تېزولو ټينګار کړی دی. هغه ويلي دي، چې د سياسي او نظامي فشارونو د زياتولو له لارې به وسله وال طالبان سولې ته اړ ويستل شي.

کندهار کې له دولتي چارواکو سره خبرو کې جنرال نېکولسن څرګنده کړې ده، چې اوس طالبان هم سوله غواړي، خو «واقعي» سولې ته د رسېدو لپاره به پر دې ډلې سياسي او نظامي فشارونه زيات شي.

جنرال جان نېکولسن د امریکا، کانډا، هند، ډنمارک او اسټراليا له سفيرانو او د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت له رييس معصوم ستانکزي سره يو ځای کندهار ته تللی دی.

هغه په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې پر طالبانو نظامي فشار بايد دوام وکړي او له سياسي فشاره هدف دا دی چې پاکستان طالبان د سولې د خبرو مېز ته حاضر کړي.

امريکايي چارواکي په داسې حال کې يو ځل بيا د جګړې پر تېزولو ټينګار کوي، چې د دولت مخالفينو ورسره د مخامخ خبرو اترو وړانديز کړی، خو امريکا او افغان دولت ټينګار کوي، چې د سولې خبرې دې د دولت او طالبانو تر منځ وشي، نه د امريکا او طالبانو تر منځ، خو دا هغه څه دي چې طالبان ترې تر دې دمه انکار کوي.

بل پلو د روانې جګړې له امله ورځ له بلې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ډېروالی راځي او په وروستيو مياشتو کې دغه مرګ ژوبله د بل هر کله په پرتله ډېره ثبت شوې ده.