د صدام حسین مقبره ویجاړه شوې او جسد یې نه شته

ګنګوسې

د صدام حسین مقبره ویجاړه شوې او جسد یې نه شته

1503

فرانس پرېس خبري اژانس لیکي چې د عراق د تکریت ښار په الوجا سیمه کې د عراق د پخواني دېکتاتور ولسمشر صدام حسین مقبره ویجاړه شوې او جسد یې نه شته.
د صدام د قبیلې (ابو نصر) د مشر شېخ مناف علي الندا په حواله ویل شوي چې د صدام د مقبرې پر سر د داعش نښه ویشتونکی (سنېپر) موجود و چې عراقي الوتکو پرې بمبار وکړ او پایله کې یې مقبرې ته زیان واوښت.
شېخ مناف ویلي چې د بمبار پر مهال نه وم، خو مقبره ویجاړه ده او د صدام جسد په کې نه شته.
د روانې اپرېل میاشتې په ۲۸ مه د صدام کلیزه ده چې د قبیلې خلک او نور یې په دې ورځ مقبرې ته ور ټولیږي.
بل خوا، د سیمې د امنیت مشر جعفر الغراوي بیا وایي چې د صدام جسد په قبر کې دی. داسې اوازې هم شته چې د صدام تبعید شوې لور (حلا) له اردن څخه په یوه شخصي الوتکه کې راغلې او د پلار جسد یې وړی دی.
ځایي خلک بیا د حلا راتلل نه مني، خو وایي چې قبر کې د صدام جسد نه شته.
صدام حسین ۲۳ نیم کاله پر عراق واکمني وکړه چې حکومت یې د امریکا او ملګرو له لوري په ۲۰۰۳ ز کال کې ړنګ شو.
نوموړی د ۲۰۰۶ ز کال د دېسمبر په ۳۰ مه اعدام شو او الوجا کې خاورو ته وسپارل شو.



اعلان