پر درواغو ولاړ جنګ چې عراق يې په کنډواله بدل کړ

د پرون کيسه

پر درواغو ولاړ جنګ چې عراق يې په کنډواله بدل کړ

427

د ۲۰۰۳ کال د اپريل په ۹مه نېټه امريکايي سرتېرو د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين مجسمه ونړوله، له هغې را په دې خوا ۱۵ کاله ووتل او د همدې مودې اوږدې جګړې سلګونه زره انسانان له منځه يووړل او يو ودان وطن يې په کنډواله بدل کړ، خو اوس خلک پوهېږي چې «دا جنګ پر درواغو ولاړ و».

د عراقي ولسمشر د مجسمې د نړيدو ورځ چې پر دې هېواد د امريکا د يرغل له پيله ۳ اوونۍ وروسته وه، د نړيوالو پر ذهنونو پاتې شوه، خو له ۱۵ کاله ويجاړوونکې جګړې وروسته هم پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د بېلګې په ډول دې جګړې څومره عراقيان ووژل؟ امريکا دا بريد ولې وکړ؟ او...

ډېری تخميني اندازې ښيي چې د عراق په دې جګړه کې له يو نيم لکو تر پنځو لکو پورې عراقيان وژل شوي دي، خو نورې جدي څېړنې دا شمېره له دې ډېره لوړه ښيي، د مثال په ډول مشهورې طبي اوونيزې «لانسټ» په ۲۰۰۶ کال کې د وژل شويو «اضافي شمېره» ۶ لکه او ۵۰ زره کسان وښودل، چې ډېری يې د بمباريو او جګړو پر مهال وژل شوي. له ۲۰۰۶ راهيسې تر ننه هم دا جګړه روانه ده ښايي تر ننه يې د هغې شمېرې څو برابره نور وګړي هم وژلي وي.

خو يو شی چې د لمر په څېر روښانه دی، هغه دا دی چې دا جګړه پر دروغو ولاړه او د دروغو په بنياد پيل شوه. دوهم انځور چې د نړيوالو له ذهنونو به هيڅکله ونه وځي، د امريکا د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزير کولن پاول څرګندونې دي، چې د ۲۰۰۳ د فرورۍ په ۵مه يې د ملګرو ملتونو د سازمان غونډې ته وکړې. هغه پر عراق له بريده ۶ اوونۍ وړاندې په ۷۶ دقيقه‌يي خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې صدام حسين د ډله‌ييزې وژنې، بيالوژيکي او کيمياوي وسلې لري، د هغه رژيم د نړيوال ترورېزم ملاتړ کوي او د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

امريکا د يو شمېر جعلي انځورونو پر ښودلو ادعا وکړه چې د صدام حکومت د دې لپاره چې د نړيوالو څارونکو له لوري يې د دغو وسلو د جوړولو چارې کشف نه شي، يو شمېر لارۍ موټر د بيالوژيکي وسلو پر ګرځنده لابراتوارونو بدل کړي دي. هغه څه چې د پاول خبرې په ذهن کې ښخوي دا دي، چې ټولې دغه ادعا وروسته ناسمې ثابتې شوې، خپله پاول په ۲۰۰۵ کال کې دغه څرګندونې د خپل کاري ژوند تر ټولو شرموونکې هغه وبللې.

د امريکا د مرکزي استخباراتو يا سي ايې ای ۷۸ کلن مامور ري مک ګاورن چې ۲۷ کاله يې په دې اداره کې کار کړی، دويچه ويله ته ويلي، چې «استخباراتو اشتباه نه وه کړې، بلکې دا يوه جعل‌کاري وه او هغوی پر دې پوهېدل».

هغه خبرداری چې له پامه وغورځول شو

د متحده ايالاتو د ۴۳م ولسمشر جورج ډبليو بوش ادارې دا جنګ غوښت، د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو پخواني مسوول او د ملګرو ملتونو د سازمان پخواني منشي خاوير سولانا پر عراق د يرغل د ۱۵مې کليزې په مناسبت څرګنده کړه، چې د عراق د اشغال لپاره د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ۹مې ډېر مخکې پلان جوړ شوی و او «د ترورېزم ضد جګړه» نوم ورکول شوی و. سولانا يادونه وکړه چې په ۲۰۰۰م کال کې د ولسمشر کېدو پر مهال بوش په خپل امنيتي سياست کې عراق د دوو اساسي نکتو له پلوه ياد کړ.

اروپايي ټولنه هم له همدې ورځې پر دې پلان ورګډه شوه. د لندن سنډي ټايمز اوونيزې د ۲۰۰۵ کال په مۍ کې د هغې غونډې په اړه راپور ورکړ چې وړاندې په کلکه توګه پټه ساتل شوې وه، د دې غونډې موضوع عراق و چې د ۲۰۰۲ کال د جولای په ۲۳مه د ټوني بلير په وخت کې جوړه شوې وه. دې غونډې ته د بهرنيو چارو وزير جک اسټرا، دفاع وزير جف هون، لوی څارنوال لارډ ګولډسميټ او د انګلستان د بهرنيو استخباراتو (ام آی ۶) رييس سر ريچارډ ورغلي وو.

په غونډه کې هغه څه ياد شوي وو چې امريکا غوښتل له امله يې پر عراق بريد وکړي، خو د انګلستان د بهرنيو چارو وزير جک اسټرا ويلي وو، چې «په دې اړه شواهد له هيڅ سره برابر دي، صدام تر اوسه هيڅ ګاونډي هېواد نه دی ګواښلی او د ډله‌ييزې وژنې لرونکې وسلې توانايي يې له ليبيا، شمالي کوريا او ايرانه کمه ده».

د انګلستان لوی څارنوال هم ويلي وو، چې «د عراق رژيم بدلول د يوه نظامي ماموريت لپاره هيڅ حقوقي بنياد نه لري، خو له دې هر څه سره سره له دې امله چې ټوني بلير له امريکا سره ځانګړې اړيکې لرلې، برتانيه پر دې جګړه ورګډه شوه.

نړيوال کارپوهان او حقوقي شنونکي اوس هم پر دې يرغل په تبصرو کې وايي، چې امريکا دا يو ناسم کار کړی او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه هم ورسره ورګډ دي. د هېوادونو تر منځ د حقوقو کارپوه بيورن شيفباور چې د المان په کولن ښار کې اوسېږي وايي: «هو، زما په نظر دا يو له تشدده ډک او د نړيوالو اصولو خلاف کار و، په ۲۰۰۳ کې د امریکا او ايتلافي هېوادونو له لوري پر عراق يو داسې يرغل چې د هېوادونو تر منځ حقوق يې تر پښو لاندې کړل».

د دې اوږدې جګړې په ترڅ کې سلګونو امريکايي او ناټو سرتېرو او پوځي مشرانو له جګړې انکار وکړ او دا جګړه يې ناحقه وبلله، هغوی د هغه څه په اړه هم وغږېدل چې څه ډول د خپلو مشرانو له لوري ورته د ولسي وګړو د وژلو لارښوونې کېدې او د مخالفت په صورت کې له کومو غبرګونونو سره مخ شول. پر انټرنټ په دې اړه سلګونه ليکنې او راپورونه خپاره دي، ډېری دغه سرتېري او پوځي منصبداران جګړې کې له ګډونه د انکار له امله له دندو ګوښه شول، ځينو استعفاوې ورکړې، نور د رواني ناروغيو د درملنې مرکزونو ته واستول شول او ان ځينې بنديان او نظر بند شول، څو د عراق د جګړې په اړه لږه اندازه حقايق هم خپاره نه شي.

پر عراق د امريکا د يرغل په اوږدو کې يرغلګرو هېوادونو ډول ډول ژمنې وکړې، خو دا هېواد اوس هم له جګړې کړېږي او د نړۍ پر مخ په تر ټولو ويجاړو هېوادونو کې شمېرل کېږي.

 

 

 



اعلان