"سعودي ولیعهد به ژر خپل پلار له تخت څخه کوز کړي"

ګنګوسې

1659

ټوېټر کې د مجتهد په نوم یوه اکونټ لیکلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به درې میاشتې وروسته د سعودي پاچا شي.
مجتهد لیکي چې شاهي کورنۍ ته نږدې سرچینو څرګنده کړې چې د سعودي ولیعهد د امریکا له ولسمشر او د هغه له زوم جیراډ کوشنر سره په همغږۍ دغه کار کوي او د راتلونکې جولای میاشتې په څلورمه به خپل پلار لرې او واک به ترلاسه کړي.
دا چې ولې د جولای څلورمه ټاکل شوې، مجتهد په دې اړه مالومات نه دي ورکړي.
دغه اکونټ چې له دوه میلیونو ډېرو کسانو تعقیب کړی، په اړه یې ګومان کیږي چې شاهي کورنۍ سره ته نږدې د کوم کس دی.
مجتهد وړاندې هم شاهي کورنۍ کې د بدلونونو په اړه وړاندوینې کړې وې.
محمد بن سلمان همدا څو میاشتې وړاندې خپل د تره زوی محمد بن نایف له ولیعهدۍ لرې او ځان یې ولیعهد کړ.
۳۲ کلن ولیعهد محمد ته د سعودي د حقیقي واکمن په سترګه کتل کیږي.



اعلان