"حکمتیار د ګوند د نوم ترلاسه کولو له پاره له ولسمشر غني همکاري غوښتې"

ګنګوسې

1689

ګلبدین حکمتیار ته یوې نږدې سرچینې ویلي، نوموړي د حزب اسلامي په مشر عبدالهادي ارغندیوال فشارونه زیات کړي، څو د عدلیې په وزارت کې د ثبت (حزب اسلامي) سره کوم وروستاړی یا مختاړی ونښلوي.
ماندګار ورځپاڼې لیکلي، چې حکمتیار د دې موخې له پاره څو ځلې خپل کسان ارغندیوال ته ور استولي، خو هغه یې غوښتنه نه ده منلې.
له څو تکراري غوښتنو وروسته چې ارغندیوال رد کړې، سرچینه وایي چې اوس حکمتیار له ولسمشر غني څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.
سرچینه زیاتوي، حکمتیار له ولسمشر غني غوښتي چې د ارغندیوال حزب اسلامي منحل او امتیازات یې حکمتیار ته ورکړي.
خو "ارغندیوال هېڅ چمتو نه دی چې د حزب اسلامي مشري حکمتیار ته ورکړي".
دیادونې وړ ده چې موده وړاندې حکمتیار درې تنه، ارغندیوال، بصیر انور او محمد خان له حزب اسلامي څخه وتلي اعلان کړل چې ارغندیوال ورته توند غبرګون وښود.



اعلان