داود خان: امریکایي سیګرټ په روسي اور لګیت لګوه او ویې څکوه

د پرون کيسه

داود خان: امریکایي سیګرټ په روسي اور لګیت لګوه او ویې څکوه

1095

سردار محمد داود خان د سردار عزیز خان زوی په ۱۹۰۹ کال په کابل کې زیږیدلې، خپلې زده کړې یې په افغانستان او فرانسه کې سر ته رسولي، د ژوند ډیره برخه یې په حکومتي ادارو کې تیره کړې ده، دنده یې له عام پوځي نه نيولې تر دفاع وزارت ، له ولايت نه نيولې تر نايب الحکومه او له صدارت نه نيولې تر ولسمشرۍ پورې، محمد داود خان په دې ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي په سیاست کې پراخه تجربه تر لاسه کړه، نژدې هره شېبه د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه به هر ډګر کې موجود و. يوازې د ١٩٦۳ نه د ١٩٧۳ کلونو چې د جمهوريت د تاسيس لپاره په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى و.
په کال ۱۹۷۳ کې یې شاهي نظام ړنګ او جمهوري دولت ډبره یې د یوې سپینې کودتا له لیارې کیښوده، خو حکومت یې ډیر دوام ونه کړ، روس د لاس وهنې له امله سره کودتا پیل او محمد داود خان په ارګ کې ووژل شو.
نوموړې ډیر په وطن مین او وطن دوسته شخص و، چې هر وخت به د وطن د پرمختګ په اړه سوچ او فکر کې و، تردې چې د پرمختګ لپاره یې هر چا ته لاس ورغځولې.
د نوموړي عادتونو چې خپله یې ډیر کار کاوه، لټ او سست انسان یې نه خوښیده.
کله چې لومړې وزیر او بیا ولسمشر شو نو د هغه وخت لوي قوتونه یو امریکا او بل د شوروي اتحاد و، نوموړي غوښتل دواړه وسوځوي، سیاست یې دا وه، چې امریکایي سګرټ په روسي اور لګیت ولګوي او ویې څکوي.



اعلان