جلال اباد ولې جلال اباد نومول شوی؟

د پرون کيسه

جلال اباد ولې جلال اباد نومول شوی؟

1539

ژباړه: هارون ساپی
د جلال اباد پخوانی نوم (جوی شاهی) دی. د جلال اباد کلا د مغول اشرافي منعم خان له لوري جوړه شوې وه. ده د مغولو د پاچاهانو همایون او جلال الدین اکبر په واکمنۍ کې ژوند کاوه.
منعم خان ته (جوی شاهی) د مستمرې (هغه ځمکه چې پاچا يې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکوي) په ډول ورکړل شوې وه. د منعم یوه لور د اکبر مېرمن وه.
درباري مؤرخ ابوالفضل لیکلي، دا منعم خان و چې جوی شاهی يې ونیوه او مستعمره يې کړ. منعم له ۱۵۵۵ ز کال څخه تر ۱۵۶۰ ز کال پورې د کابل والي و.
بایزید بیات چې د همایون او اکبر خدمتګار و، په خپل ژوندلیک کې يې لیکلي چې همایون په ۱۵۵۲ ز کال کې په جوی شاهی کې یوه کلا جوړه کړه چې وروسته جلال الدین اکبر یوه بله کلا د جلال اباد په نوم جوړه کړه.
جلال اباد اوس د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار مرکز دی.
د یادونې وړ ده چې ادینه پور او جلال اباد جلا ځایونه وو؛ خو له یوه بله يې واټن نه درلود.
ظهیرالدین بابر په خپل ژوندلیک کې د ادینه پور او جوی شاهی یادونه کړې ده.
ادینه پور ته اوس بالا باغ وايي چې د جلال اباد ختیځ لور ته دیارلس میله لرې پروت دی.
لیکوال: خان برمازید



اعلان