د مرکزي بانک له پخواني مرستيال سره د مرکې دويمه برخه: دافغانیو تبدیلول،ننګونې او دپولي سیاست بنسټ: ځلاند ویب پاڼه

د مرکزي بانک له پخواني مرستيال سره د مرکې دويمه برخه: دافغانیو تبدیلول،ننګونې او دپولي سیاست بنسټ

مرکې

د مرکزي بانک له پخواني مرستيال سره د مرکې دويمه برخه: دافغانیو تبدیلول،ننګونې او دپولي سیاست بنسټ

1695

ځلاند: زړو افغانيو څنګه خپل ارزښت له لاسه ورکړ؟

هډه وال: پدېکې شک نشته چېکورنيو او بهرنيوجګړو افغانستان ته داسې ناخوالې راوړېچې لسیزې لسیزې به تېرې شي خو دا بدبختۍ به ادامه ولري. حتا که امنیت هم راشي، پداسې کلونو چې دنیا له هر اړخه پرمختګ او رشد کاوه،افغانستان دبقا جګړې سره لاس او ګریوان وه. د روسي ښکېلاک او تېري شروع دطالبانو تر دورې، ټول کلونه افغانستان بدبختۍ کېتېر کړه او دنیا مخکې لاړه. زموږ نظامي، اجتماعي او اقتصادي بنسټونو سره داسې نه هېرېدونکې او نه بښونکې جفاګانې وشوېچې افغان ولس او تاریخ به يېهېڅکله ونه بښي.

هر هېواد د خپلې پیسي ارزښت دخپل اقتصادي وضعیت پر اساس ټاکي او څارنه ترې کوي. زموږ پیسه افغانۍ هم له شروع څخه تر سردار داود خانه په همدې اقتصادي منطق چلیده. له کمونسي کودتاه وروسته چې د نظام ستنې په لړزېدو شوې او د زیربنايي جوړښتونو دانکشاف څخه نظام جنګ او دکتاتورۍ ته مخه کړه،هېوادله اقتصادی پلوه په تدریجي شکل رکود سره مواجه شو،حکومتونو دخپلو جنګي مصارفو لپاره ترڅو خپل قدرت ته دوام ورکړي يوازنۍ لار دملت خزانې ته لاس اچول ولیدل، پدېمعناچې دپیسو بې کنتروله او بې اساس چاپ او بیا دا پيسې په چلش یا بازار ته وړاندې کول وه. ددې چاپ او بازار ته وړاندې کولو اساسي متضررین همدا بې چاره او مظلوم ملت و. زموږ پیسه دمختلفو ادوارو څخه تېره شوه، دسردار داود خان له دورې وروسته پیسه بې اساس چاپ کېده او بازار ته عرضه کېده حتا تر دې سرحده ورسیده چې دمجاهدینو دحکومت په وخت کې لس زریز بانکنوټونه چاپ او بازار ته وړاندې شول، بیا وروسته منطقوي یا ساحوي بانکنوټونه چې دوستم چاپ کړي وه او دهمدی په نوم يې شهرت درلوده دهېواد په شمال کې په بعضو برخو کې چلش او دوران کې وو. خلاصه دا چېهېڅ ارقام او شمېر معلوم نه وه چې په هیوادکې څومره پیسه چلش کې دهاو دکومې پشتوانېپر اساس چاپ شوې ده. البته طالبان سره لدېچې اقتصادي پوهه يې ډېره کم رنګه وه ولې بیا يې هم داجرات ونکړ چې یا نوېپيسې چاپ کړي اویا نوي بانکنوټونه پخپل نوم بازار ته وړاندې کړي. ددې ترڅنګ يې دا کوشش کړی وچې دا افغانۍ له منځه لاړې شي او باارزښت او کنترول شوې پیسه بازار ته وړاندې کړي. دا هم یو منل شوی حقیقت دی چې په هېڅ یوه دوره کې، هېڅ یو نظام دافغانیو پشتوانه چې طلا او با ارزښته اثار دي او دبانک مرکزي په خزانه کې پراته دي متضرره نشوه. دا اوازه مطلقه غلطه ده چې یا مجاهدینو او یا طالبانو خزانې ته لاس رسی نه درلوده،خزانه پدې دواړو دورو کې خلاصه شوې خو متضرره شوې نده. البته دطالبانو له سقوط وروسته ځينې ولايتي خزانو کې کمبود پیدا شو چې بیا ورته هيتونه وټاکل شول ترڅو کمبود د دولت په ضرر محاسبه کړي خو شواهد داسې وچې خزانه طالبانو ځان سره نده وړېبلکې محلي وروستي واکدارانو چور کړې وه.

ځلاند: نوې افغانۍ څنګه رامنځته شوې؟

هډه وال: دا لنډه او مختصره کيسه وه چې دافغانیو د ارزښت،چلند،پشتوانه او اقتصادي ارزښت په مختلفو ادوارو کې و. اوس راځو پدې بحث کوو چې پورتنيو حقایقو سره سره، دطالبانو دسقوط وروسته دحامد کرزي په دوره کې څنګه افغانۍ تبدیله او یوه با ارزښته پیسه شوه. خو په ټولو کې دا به عدالت نه وي چې دښاغلي داکترانوارالحق احديهڅې،جرات او پوهه پدې برخه کې ونه ستایو،همدارنګه د اوسني جمهور ريېس اشرف غنی چې دماليې زیر و، قاطعیت په هغه وخت کې او حمایه ددې سبب شو چې دا پروسه کامیابه شي.

شپاړس کاله د مخه مو دافغانستان پولي سیاست په نوي اقتصادي تګلارې چې ازاد بازار ګڼل کېږي او د افغانستان اساسي قانون منلی تغیر او د دې هېواد پیسه یا کرنسي مو بدل کړه. بېشمېره افغانۍ چې په کانتینرونو کېدلې دبازار څخه ټولې کړېحتادوستميو پیسو لپاره هم معیار وټاکل شو ترڅو ټولې شي. دا کار ډېر ستونزمن او مشکل وه،هغه ځکه چې نه مو ځمکنی ترانسپورت جوړ و او نه مو هوايي امکانات درولودل. البته دوه انتخابه مو درلودلچې دا پروسه يي کامیابه کړه:

اول. نړیوالو راسره صادقانه همکاري وکړه او هوايي ترانسپورتي امکانات يې راکړل؛

دوهم. امنیت مو درولوده، ټول هېواد په امن کې و او خلک دهوساينې لپاره ډېر خوشحال او پرامید وو.

دپیسو دټولولو په دوران کې عجيبې او غريبېکيسې هم پیدا کېدلې. مثلا یو قومندان څو کانتینره نوي کاغذ پوشه افغانۍ دتبدیلو لپاره راوړېچې چلند کې نوې،خپل یو ملګريهېواديې ورته چاپ کړې وې. کرزي صاحب ددې پیسو دمنلو او اخستلو ډډه وکړه. دا چې شمیر ډېر زیات وه نو ښاغلي احدي صاحب د خپلې زیرکتیا پر اساس پریکړه داسې وکړه چې دهر صراف راټولی شوی پیسی نمونی بنډلی وشمارو که پوره وي ټولې پوره حسابوو او که کمی وي،بیايې په یوه فیصدۍ جریمه کوو.همداسې وشول او پروسه مو د راټولولو مخکې ولاړه.

وروسته د دې لپاره چې پیسه مو با اعتماده او مستحکمه ساتلې اوسي، د نوي پولي سیاست د مبادلې نرخ نهایت (دافغانیو نرخ د ډلرو او نور اسعارو په مقابل کې) ارزښتمن وه، د دې لپاره یو اوږد بحث او تحقیق تر سره شو چې وروسته په پايله کې دا پرېکړه وشوه ترڅو د دې هېواد پیسه یعني د افغانۍ نرخ باید ازاد بازار ته پرېښودل شي څو دعرضې او تقاضا په اساس یې بازار نرخ وټاکې ، البته مرکزي بانک باید وخت نا وخته په لاندې دلایلو مداخله وکړي، ترڅو افغانۍ په تدریجي شکل خپل اعتبار او ثبات وساتلی شي،خو دا مداخله باید په داسې شکل ونه شي چې اساسي هدف له یاده وباسي او د تبادلې نرخ غیرمستقیم هدف وټاکل شي، هغه ځکه چې د بانک هره رهبري کوښښ کوي چې د تبادلې نرخ مستحکم ووسي ولو که اړتیا يې مداخلې ته هم نه وي،دلیل يې دا دی چې دعامه خلکو قضاوت او حتا د دولت قضاوت هم د مرکزي بانک دکامیابېدو او لاسته راوړنې يې تر افغانۍ پورې منوطې کړې دي، خو خپله بانکداران او د پسو نړیوال صندوق له دې خبرې سره تفاهم لري چې دپیسو ارزښت مهم دی، خو تردې حده چې اساسي اهداف تر اغېز لاندې نه کړي.

مونږ هم ددنیا دپولي سیاستونه مطالعه او هغه معیارونو چې ټوله دنیا کې مروج دي دپیسو دثبات او استحکام دساتلو لپاره معرفي او کار مو پرې شروع کړ،خلاصهيې څه داسې ده:

اول. مطمین،باورمند او قوی بانکي نظام چې خصوصي سکتور هم پکې ونډه ولري باید دپولي سیاست حمایتګر او ملاتړ کوونکی اوسي. دبانکدارۍ انکشاف،جوړښت او تهداب به بیا جدا بحث کړو.

دوهم. دپیسو په بازار کې دافغانیو د ارزښت ساتلو لپاره مداخله (عملیات بازار) چې اسناد بهادار او لیلام داسعارو پدې برخه کې راځي.

درېيم. دپولي سیاست لپاره په تجارتي بانکونو کې دخلکو دپیسو څخه یوه فیصدي ذخیره اخستل. دا هم یو جدا بحث دی چې ما په مختلفو مراحلو کې پرې بحث کړی.

پورتني درېواړه شرایط دیوبل تابع او یوځای کار کوونکې دي،هریو يېچې جدا شي هدف داساسي لارې منحرف کوي.

ځلاند: په دنيا کې د پيسو د تبادلې کوم نظامونه شته او افغانيو کوم غوره کړی؟

هډه وال: دپیسو دنرخ دتبادلې مختلف نظامونه په مختلفو هېوادونو کې عملي کېږي،هر هېواد دخپل مملکت اقتصادي وضعیت ته په کتو سره دخپلو پیسو د ثبات او استحکام لپاره تګلاره ټاکلې او په هغه شکل يې پیسې تبادله کېږي. دتبادلې معتبر سیاستونه په لاندې ډول دي:

لومړى: ثابت نرخ یاFix Exchange Rate

دويم:متغیر نرخ یا Floating Exchange Rate

بیا دوه نور قسمونه د نرخ دتبادلې دي چې اساسي ماخذ یې همداپورتني دوه اقسام دي:

لومړى: مدیریت شوی متغیر نرخ Managed Floating Exchange Rate

دويم: زیات نرخونه یاMultiple Exchange Rate

او داسې نور بېلابېل اقسام د مختلفو هېوادونو مرکزي بانکونو د خپل هېواد دپیسو سیاست یا پولي سیاست لپاره ټاکلی او تعقیبوي يې،خو راځو اصلي موضوع ته چې دافغانیو دتبادلې نرخ دی. دافغانیو دتبادلې لپاره مدیریت متغیر نرخ ټاکل شوی او کلونه کېږي چې همدا تعقیبیږي. سره له دې چې پورتني اقسام وجود لري، خو زه خپله په لومړنيو دوو قسمونو باور او عقیده لرم او دا نور قسمونه له دې څخه استنباط شوي او د هېوادونو له خپل اقتصاد سره سم اعیار کړي اقسام بولم.

د افغانستان بانک دقانون د دويمې مادې لومړي بند پر اساس، دهېواد مرکزي بانک اساسي هدف دقېمتونو کنټرول اوثبات دی، د دې هدف لاسته راوړلو لپاره مرکزي بانک د پیسو چلش وسیله ګرځولي البته چلش څخه مراد دټولو افغانیو چې د Reserve اصطلاح ورته استعمالیږي ګڼل کېږي، نه د پيسو دوران.

هغه دلایل چې بازار کې مداخلې ته بې له اساسي هدفه اړتيا ګنل کېده (دا ضرورت په۲۰۰۲ کال او یو څو کلونه وروسته چې تفصیل یې راځي ) په لاندې ډول دي:

۱-دنړیوالې ټولنې له حضور سره سمد اسعارو ورود خورا زیات شو،د ناټو عسکر،امریکایي عسکر، پي ار ټي، این جي او، سفارتونه او د دې ترڅنګ زیاته انکشافی بودیجه چې د بهرنيو هېوادونو مرسته وه دافغانستان په خارجي زېرمه کې داخلېده او دولت تادیات په هېواد کې په خپله کرنسي یعنيافغانۍ کاوه.

۲-پورتني بېلابېل لګښتونه چې په افغانستان کې کېدل، ددې لامل شول چې افغانستان ډېر لوړ او تیز اقتصادي رشد ولري ( تقریبا اوسط ۱۲٪) او په همدې ترتیب مرکزي بانک د اقتصادي رشد پر اساس زیاتې نوې افغانۍ بازار ته دوران کې واچولې، دې کې شک نشته چې د پيسو لوړ یا زیات دوران مستقیما د تبادلې پر نرخ اغېز لري. له همدې امله دا اړینه وه چې دقېمتونو دثبات لپاره چې مجموعي حجم د پیسو يې وسیله ده، اساسی هدف وه. مرکزي بانک د باور او اعتماد لپار هم بازار کې مداخله وکړي ترڅودافغانيو نرخ د اسعارو په مقابل کې دفعتا او یا یو ځلې سقوط ونه کړي چې بې اعتمادي به زیاته کړي او بازار به اقتصادي شوک وویني.

۳-لکه څرنګه مو چې پورته ذکر کړل چې اساسي هدف دقېمتونو ثبات او د پيسو مجموعي حجم د دې هدف لپاره وسیله وه، دپیسو د عرضې او تقاضا کنترول لپاره موږ بله کومه چاره په جز ددې چې بازار کې مستقیم مداخله وکړو نه درلوده، يعنې اسناد بهادار، ثانوي بازار، بانکونو او پور ورکولو فرهنګ او داسې نور په دې هېواد کې مروج نه وه.

ځلاند: د افغانيو اوسنی حال څه ډول دی؟

هډه وال: اوس شپاړس کال تېرشول، پوښتنه دا ده چې ایا داسې اړتيا اوس هم شته اوکه ددې وخت را رسېدلى چې موږ خپل پولي سیاست ته بیا کتنه وکړو او دافغانستان له حالاتو سره سم يې اعیار کړو ترڅو خطراتو ته پیشبین ووسو.

کله چې قانون قېمتونه هدف او د پیسو چلن يې وسیله وګرځول، نو هرهغه لاره او لګښت چې جدا له دې برخې څخه ترسره کېږي پولي سیاست اساسي صلاحیت سره په ټکر او مثمر نه واقع کېږي. پورتني دوه مختلف سیاستونه په ډېر نازک تار له یوبل سره تړل شوي چې تفکېک يې سخت او باریکه دی. په ډېرو مواردو کې چې نرخ د تبادلې لوړ یعني دنورو اسعارو په مقابل کې خرابیږي، دلته مرکزي بانکد خپل شهرت ساتلو لپاره په بازار کې غیر اړينه مداخله کوي او نامناسب ذهنیت بازار ته وړاندې کوي چې پورته مو په سبب بحث وکړ(ولې د اړتيا تقاضا چې اسباب یې مخکې ذکر شول اوس رفع شوي لکه د اسناد بهادار،بانکونو او پورونو موجودیت) او مدیریت شوی متغیر نرخ د تبادلې د مصرف او مداخلې په زور ثابت ساتل کېږي. بله پوښتنه داده چې هدف او وسیله نرخ د تبادلې ونه اوسي او نرخ ډېر ښکته پورته شي Fluctuation ))، مرکزي بانک دخپل شهرت ساتلو لپاره مداخله وکړي او نرخ ثابت وساتي، نو دا له قانوني صلاحیت سره ټکر بلل کېږي؟

جواب یې طبیعي ده چې مثبت دی بلی هو.بیا نو څنګه؟.

هغه ځکه چې قانون د اړتيا تیوري ته په صراحت اجازه نه ده ورکړې او بل طرف ته مالي او بانکې نظام رشد کړى، ادارات باید پر بدیلو ادارو کار وکړي ترڅو دمالي نظام پاتې برخې لکه داسهامو بازار،ثانوي بازار،دپیسو بازار او داسې نور بشپړ شي.

ځلاند: تاسې د افغانيو له پاره د کوم نظام ملاتړ کوئ؟

هډه وال: زه له لومړي سره تر نن ورځ پورې د افغانستان لپاره دمدیریت شوي متغیر نظام طرفدار نه وم او نه یم، په لاندې دلایلو (البته د تبادلې د متغیر نظام چې په ازاد بازار کې دعرضې او تقاضا په اساس ولاړ وي طرفدار یم).

لومړی: دا نظام د هغو هېوادونو لپاره غوره دی چې حداقل تناسب دتجارت يی مساوي ووسي (صادرات+ واردات) او وکولى شي سقف د خپلې پیسې ثابت وساتلای شي ترڅو نه یې سوداګر او نه یې مستهلک زيانمن شي. زموږ د هېواد تجارتي تناسب مساوي نه، بلکې په وارداتو ولاړ هېواد دی، ترڅو چې مرستې وي موږ د نرخسقف ثابت ساتلو شو اوکله چې کومک کم اویا بند شو، بیا نو د تجارتونو د حسابونو د تصفيې لپاره دومره اسعار نه لرو چې کلونه پرې وچلیږي او حسابونه تصفیه کړای شو، دا چې لا د تبادلې په نرخ هم لګښت وکړو او اسعار له لاسه ورکړو، په دې وسیله دا تګلاره په داسې حالاتو کې بقا نه لري او تغیر غواړي.

دويم:که دا پورتني نظر هم په بحث کې ونه لرو،نو پوښتنه داده چې دمدیرت سقف به څه وي،زموږ خو في افغانۍ د ډالرو په مقابل کې له ۴۸ څخه پيل او نن تقریبا ۷۰ ته ورسېده،نو مدیریت شوی متغیر نظام چیرې دی؟ دا خو مطلق د تبادلې متغیر نظام دی، که داسې دوام کوي بیا ولې خپل اسعار بې ځایه مصرف کړو، ښه ده چې زېرمه یې کړو او راتلونکې ته پیشبین ووسو چې د تادیاتو له کسر سره مخ نه شو.

درېیم: متغیر مدیریت شوي نظام کې دبازار په عکس العمل درست نه پوهیږو او هغه ځکه چې دقیقه عرضه او تقاضا د حقیقت په اساس نه معلومیږي، بلکې یوه مصنوعي عرضه او تقاضا ایجادیږي چې د تبادلې نرخ لپاره تل شکونه او وړاندوينې نرخ ښکته پورته کوي،همدا یو عمده دلیل دی چې صرافان تل دافغانیو دضعف په وخت کې یا د ټیټیدو په وخت کې د مرکزي بانک د اسعارو لیلام ته په تمه وي اوکه مرکزي بانک مداخله ونه کړي، نو داسې انګیري چې مرکزي بانک غواړي چې افغانۍ یو څه ښکته یا ارزښت يي ټیټ شي، او په دې نه پوهیږي چې اساسي هدف نرخ نه، قېمتونه دي. ددې لپاره دا مهمه ده چې بازار په حقیقي عرضه او تقاضا ځانعیار او د تبادلې نرخ په همدې اساس انعکاس پیداکړي هلته به زموږ تګلاره موفقه او کامیاب وي.

څلورم: ناحقيقي مديريت د مرستو ادامه د نرخ تر تداوم پورې غځوي او کله چې مرسته کمه يا بنده شي، مرکزي بانک مداخله وکړي، هلته د تبادلې د نرخ وېره زياته ده او د پيسو په وسيله بې باوري رامنځته کوي.

پورتني ټول دلایل مو دې پايلې ته رسوي چې د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان دپیسو سیاست ته بیاکتنه وکړي، دخطراتو لپاره وړاندوینه او یوه معقوله تګلاره وټاکل شي ترڅو په راتلونکې کې افغانستان تر ډېره حده د تادیاتو د کسر مخه ونیسي، په دې هم پوهیږو چې افغانستان ترڅو اقتصادي زیربنا يې رغولې نه وي او سوداګرۍ يې وده کړې نه وي، موږ د تادیاتو کسر مخه نه شو نیولى، البته بیا هم یادونه کوم چې اوسنى مثبت حالت د بهرنيو مرستو دی چې ډېر دوام نه کوي، حد اقل د دولت په ځان بسياپلان کې بیا دا موضوع د یاده ونه باسي.