د استرالیاوي کرکټ لوبغاړي عثمان نامزاده مسلمانه شوه: ځلاند ویب پاڼه

د استرالیاوي کرکټ لوبغاړي عثمان نامزاده مسلمانه شوه

اسلام

د استرالیاوي کرکټ لوبغاړي عثمان نامزاده مسلمانه شوه

3022

د استرالیا د کرکټ د لوبډلې د لومړني مسلمان لوبغاړي عثمان خواجه کوژدنه (نامزاده) مسلمانه شوې ده.
ریچل میکلیلن له یوه امریکایي تلویزیون سره خبرو کې ویلي چې له عثمان سره له لیدو وړاندې یې د اسلام په اړه هغومره مالومات لرل، څومره چې رسنیو کې ویل کېدل. ریچل ویلي چې وړاندې یې د اسلام په اړه یوازې منفي خبرې اورېدې، خو عثمان مې ذهن بدل کړ.
ریچل زیاته کړې چې د عثمان کورنۍ اسلام منلو ته اړ کړې نه یم او دا مې خپله پرېکړه ده.
۲۲ کلنه ریچل او عثمان له تېر یوه کال راهیسې اړیکه کې و او راتلونکې میاشت واده کوي.
عثمان ویلي چې کورنۍ کې یې اسلام ته لومړیتوب ورکول کېږي، خو ما ریچل د اسلام په منلو نه ده مجبوره کړې.