ظاهر قدیر: حکومت ختیځ کې د داعش د ماتولو له پاره اغېزمنې کړنې نه کوي

افغانستان

ظاهر قدیر: حکومت ختیځ کې د داعش د ماتولو له پاره اغېزمنې کړنې نه کوي

202

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ویلي چې داعش ډله د هېواد ختیځ کې د پرمختګ په حال کې ده.
نوموړي حکومت تورن کړ چې د دې ډلې د ماتولو له پاره اغېزمن کړنې نه کوي.
داعش چې ننګرهار کې راوټوکېده او بیا یې نورو سیمو ته پرمختګ وکړ، د امریکا له لوري پرې تېر کال د بمونو مور هم وکارول شو، خو د شنوونکو په باور چې له دغه وروسته دا ټوله نوره هم پیاوړې او نفوذ یې پراخ شو.
قدیر یو مهال د داعش پر ضد جګړې له پاره له خپلو وسله والو سره د ننګرهار شینوارو ته هم تللی و.
نوموړي له دې وړاندې د حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د داعش په ملاتړ تورن کړي وو.
د داعش نفوذ د هېواد شمالي ولایاتو کې هم ډېر دی.
قدیر چې ننګرهار کې یې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله، له اداري فساد او نامنۍ څخه یې شکایت وکړ او ویې ویل چې دواړه پراخ شوي دي.