۲۵۰ افغان پوليسې د ترکيې له يوې اکاډمۍ فارغې شوې

افغانستان

۲۵۰ افغان پوليسې د ترکيې له يوې اکاډمۍ فارغې شوې

354

د ترکيې له «سيواس» اکاډمۍ څخه ۲۵۰ تنه افغان ښځينه پوليسې فارغې شوې.

دغه پوليسې د يوې څلور مياشتنۍ روزنيزې دورې له پای ته رسېدو وروسته د ترکيې په سيواس ښار کې له يوې اکاډمۍ فارغې شوې او اوس بېرته افغانستان ته راستنېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې ترکيې ته د دې پوليسو د فراغت مراسمو کې ګډون لپاره تللی و، فارغو شويو پوليسو ته په وينا کې وويل، چې د افغانستان د پوليسو په ليکو کې به هيڅ ډول ځور او ازار د زغم وړ نه وي او له عاملينو سره به يې جدي چلن وشي.

هغه زياته کړه: «پر مناسبو پوستونو ستاسو د ټاکلو لپاره مې يوه ځانګړې کمېټه رامنځته کړې ده او زه په خپله د دې کمېټې چارې څارم. تاسو په خوندي سيمو او اداري څانګو کې پر دندو ګومارم او له دې وروسته به ستاسو ټولو حقوق او امتيازات په ښه ډول درکړی شي».

د کورنيو چارو وزارت چارواکو ټينګار کړی چې د وزارت په بېلا بېلو څانګو کې ښځينه پوليسو لپاره د خوندي کاري فضا د پيدا کولو په تلاش کې دي.



اعلان