فارياب: ۱۰۰ تنه دولت پلوي وسله وال طالبانو سره يو ځای شوي

افغانستان

فارياب: ۱۰۰ تنه دولت پلوي وسله وال طالبانو سره يو ځای شوي

802

د فارياب چارواکو خبر ورکړی دی، چې د سيمه‌ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو ۱۰۰ کسانو سره وسله والو طالبانو سره يوځای شوی دی.

د ځايي چارواکو په وينا غلام نبي شجاع وړاندې د جمعيت اسلامي ګوند مهم غړي او اوسمهال د سيمه‌ييزو پوليسو پياوړی قوماندان و، چې د ګرزيوان ولسوالۍ په زنګ سيمه کې له خپلو وسله والو سره له طالبانو سره يو ځای شو.

د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب طالبانو سره د دې قوماندان د يو ځای کېدو لامل د دولت نه پاملرنه وښوده، چې په وينا يې د زورواکو پر وړاندې يې د ياد قوماندان ملاتړ نه کاوه او د هغه قانوني غوښتنې يې پوره نه کړې.

د خبرنامه خبري سرچينې له راپور سره سم د فارياب د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر هم د دې خبر پخلی کړی. هغه ويلي، چې غلام نبي شجاع د داخلي اختلافاتو له کبله چې سيمه کې يې درلودل، له خپلو ۷۰ تنو وسله والو سره له طالبانو سره يو ځای شو. خو خپله شجاع رسنيو ته ویلی چې د زنګ درې د خلکو پر سلا مشوره له ۱۰۰ له ډېرو وسله والو سره طالبانو ته ورغلی دی.



اعلان