یورانیم

د پرون کيسه

یورانیم

589

په ۱۸۹۶ م کې فرانسوي فزیک پوهه، هنري بیکرل یوه زیړبخن تیږه د خپل میز په دراز کې کیښوده. هلته دعکس یوه دړه (نیګیټو) په کاغذ کې پوښلې پرته وه. څو اوونۍ وروسته بیکرل، د دړې نه عکس چاپ کړو نو هغه ځای ورباندې د رڼا وړانګې ښکاریدې چې تیږه ورسره لګیدلې وه. دی حیرانه شو چې تیږه به دومره توان ولري چې په تیاره کې، بې له بل عامل عکس وران کړي. دغه د یورانیم یا یورېنیم تیږه وه.
په ۱۹ پېړۍ کې د نورو معدنیاتو، لکه نقره او سره زر په کانونو کې یورانیم د پاتې ډبرو په توګه پېژندل کېدو. د چیک جمهوریت د کانونو یورانیم د یورپ ساینسي تجربه خانو ته په لوړه بیه خرڅیدل. په ۱۸۸۰ م کې د پولینډ ساینس پوهه ماري کیوری په پاریس کې د یورانیم تیږې نه ټول معلوم توکي بېل کړل او په اوبو کې ورته لږ مواد پاتې شول. دا يې هم د بخار په شکل ترینه وویستل خو په مرتبان کې هیڅ نه ښکاریدل. دا مایوسه د خپلې تجربه ګاه نه ووتله. د شپې چې بیرته ورغله نو په تش مرتبان کې وړانګې ځلیدې. دا د یورانیم دوه توکي “رېډیم” او “پلونیم” وو.
په ۱۸۹۵ م کې د جرمني ساینسدان ویلهم رونګټن دغو وړانګو ته د ایکسرې نوم ورکړو. د رېډیم یوه ځانګړنه دا ده چې په تیاره کې ځلېږي. د دې لپاره د امریکه د نیو جرسي یوې کارخانې په رنګ کې رېډیم ورګډ کړل او په ګریو (ساعتونو) يې ووهل چې د شپې به ځلیدل. په ۱۹۲۰ م کې یو ګرام یورانیم به په یو لک ډالرخرڅیدل. خو دا لږ مقدار کۍ به کاریدل نو ځکه کارخانو به پرې پیسې ورکولې.
کومو ښځو چې په کارخانو کې د ساعتونو پردې رنګولې، د هغوی هډوکي او غاښونه به رژیدل. د کارخانو د ښځو په مړو يې پلټنې وکړې نو په دوی کې معمولي ریډیم موجود و ولې په هغې څه کیمیاوي څېړنه ممکن نه وه. خو دا ریډیم د دوی د بدن په هرغړي کې جذب و ان تر دې چې که چا هډوکې په توره پرده ایښې وې نو په تیاره کې ځلیدلو او بې له ایکسرې مشین ترې عکس ویستلې شو. د کارخانو ژوندۍ پاتې شوې ښځې، وروسته، د کوپړې، د پوزې او د خلې په سرطان ناروغه شوې. دا څرګنده شوه چې یو ځل رېډیم بدن ته ورننوځي نو هلته هم فعال وي.
کېنیډا لومړی ملک و چې هلته یورانیم له زمکې وویستل شو او بیا د پاکولو نه وروسته يې په نورو ملکونو خرڅوو. د یورانیم تیږه د اوړو په شان ټکوي، بیا په دې اوړو کې نور کیمیاوي توکي ګډوي او زیړ مواد ترې نختیز کړي. دغه ته “ژیړ کیک” وایی چې د “یو ۳ –او۸” په نوم خرڅېږي.
د یورانیم د خوسا کیدو څو درجې دي او په هره درجه کۍ مواد خپل بیل نوم لري. پروټوایکټینیم، چې ورژېږي نو “تهوریم” شي. تهوریم له رژیدو وروسته رېډیم شی او دا رژېږي نو “راډون” ګیس او بیا ۶ نور توکي ترې جوړ شي. په اخره کې سیسه (لېډ) پاتې شي. عجیبه خبره دا ده چې یورانیم د خپلو نورو رژیدلو موادو نه زیات خطرناک نه وي.
هغه تیږه چې ترینه یورانیم ایستل شوی وي، بیا هم ۸۰ في صده ” تابکاري” (ریډیو ایکټو) قوت پکې پاتې وی. دویم دا چې د نورو فلزونو د حرارت له کبله د چودیدو خاصیت لري. په ۱۹۴۲ م کې یورانیم هغه وخت بازار وموندلو کله چې د ایټم بم ترې جوړ شو. د امریکه دوه ایټم بمونه چې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکی ښارونو يې غورځولي وو، د کینیډا یورانیم پکې کارول شوي وو.
په ۱۹۳۰ م کې معلومه شوه چې د سږي سرطان د یورانیم د ماین په ریډیوایکټو ماحول کې د ساه اخیستو له کبله وي. بیا په مږکانو تجربې وشوې نو دوی د “راډون” ګېس له کبله مړه شول. څېړنو وښودله چې یورانیم د نور موادو سره حل شي او دا توان په بل معدن کې نشته. دې ته ” فیسایل” مواد هم وایی. هم دغه وه چې د یورانیم توان کنټرول شو. دا د بریښنا د تولید لپاره هم کارېږي. د سرطاني هوجرو د سیزلو لپاره ریډیم د ستنې سره په سرطاني غوټه کۍ ورداخل کړې. خو دغه دارو روغو هوجرو ته هم تاوان رسوي. په دې د یوې کارخانې مشین چلیدې شي او پرمختللي ملکونه ترې د خپل تولید زیاتولو لپاره کار اخلي.
د یورانیم ماین کې د کار نه وروسته کله چې یو کس بهر کېږي نو د ځان سره ایټمي (ریدیو ایکټو) وړانګې راوړي. که د ده ځانګړې لباس پاک نشي نو دغه وړانګې په څو ساعتو کې نور زیات شي. د شیشې په ټیوب کې یوه ماشه رادون ګېس ۳ ساعته وروستو ۵ چنده زیات توان پېدا کړي. کله چې د راډون ایټم رژېږي نو وړانګې ترې راووځي. هغه نور مواد چې د “راډون لوڼې” نومېږي له دې هم سخت خطرناک وي. په دوی کې تر ټولو خطرناک ” پولونیم” وي چې ماري کیوري کشف کړې و.
په زمکه کې دننه د یورانیم ایټم ژوندی وي خو که هم دغسې پریښودل شي نو پخپله ختمېږي. که څوک يې په زوره وچوي چې “فیژن” نومېږي نو ددې ایټم په دوو یا دریو لویو ټوټو کې تقسیم شي. په دې پروسه کې دا اضافه نیوټرون خارجوي او ۴۰۰ چنده زیات انرجي ترې راووځي. د فیژن مواد او په ماین کې پاتې ریډیاي موادو کې فرق وي. هغه چې په ایټمي بټۍ کې جوړېږي، ۳۰۰ نور ریدیایی توکي زېږوي. ساینس تر اوسه ددې توکو د کنټرول جوګه نه دی. ځکه خو د د یورانیم ویستلو او ټکولو نه وروسته ددې خځله( فاضله مواد) په ماین کې تر ۸۰ زره کاله پاتې وي. که دا اوړه د زمکې په سر پاتې شي نو د هوا سره هرې خوا ته ځي. په اوبو او بیا په خواړو کې ورګډ شي او سرطان پیدا کوي. ریډیایی مواد د مور په خيټه کې ماشوم ته زهني ناروغي ورکولې شي او ممکن معیوب پیدا شي. په فرانسې کې وروستیو څېړنو څرګنده کړه چې په ډبو کې بند هرډول تیار خواړه د سرطان سبب وي.
اوس درې ملکونه کېنیډا، آسټریلیا او قزاکستان د نړۍ ۷۰ فيصد یورانیم راباسي. هغه چې د کال ۱۰۰۰ ټن نه زیات یورانیم وباسي، روس، ازبکستان، چین، یوکرېن، نیمیبیا، او نایجر دي.
د افغانستان په خانشین کې د یورانیم، مقناطیس، اپاټایټ او کابونایټ څلور زیرمې دي. دلته “تهوریم” مس، اوسپنه او نورو معدنونه هم شته چې ۸۱ اعشاریه ۲ بیلین ډالر بیه لري. د امریکه د ناسا اداره وایی چې د هلمند یورانیم د یو “ټریلین” ډالرو دي چې د ویستلو نه وروسته به ماین د افغانستان حکومت ته سپاري.

  د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان