د سوریې جګړه اتم کال ته داخله شوه

راپورونه

د سوریې جګړه اتم کال ته داخله شوه

509

د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ میاشت وه چې یو شمېر کسانو د بشار الاسد د حکومت پر ضد مظاهره وکړه.
د اسد حکومت پر سوله ییزو مظاهره چیانو برید وکړ او ګڼ شمېر یې ووژل. دغه مظاهرې ټول هېواد ته خپرې شوې چې بیا په کورنۍ جګړې بدلې شوې.
د سوریې مظاهرې عربي نړۍ کې د هغو مظاهرو د لړۍ کړۍ وهې چې له تونس نه پېل او مصر ته هم رسېدلې وې.
دغه مظاهرې عربي نړۍ کې له لسیزو د پاتې شویو واکمنو پر ضد وې چې په استبدادي ډول یې حکومت کاوه.
تر اوسه د سوریې اووه کلنه جګړه کې ۴ لکه ۶۵ زره ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.
همداراز له نیم څخه زیات ولس بې ځایه شوی دی.
د سوریې لسګونه تاریخي سیمې کنډواله شوي او ښارونه ویجاړ شوي دي.
اوس د سوریې جګړه کې د داعش په ګډون ایران، روسیه او امریکا هم دخیل دي.



اعلان