د کندهار څلور لېسې د نړۍ بهترینو لېسو کې شاملې شوي

راپورونه

د کندهار څلور لېسې د نړۍ بهترینو لېسو کې شاملې شوي

413

کندهار ورځپاڼې د برتانیې د یوه فرهنګي او څېړنیز مرکز د یوه راپور له مخې لیکلي چې د افغانستان د سویلي ولایت کندهار څلور لېسې د نړۍ د بهترینو لېسو په ډله کې شاملې دي.

دغه لېسې د زرغونې انا، ملالۍ، زینب او شهید عبدالطیف لېسې دي.

د کندهار والي زلمي ویسا په زرغونې انا لېسه کې په دې تړاو جوړ شوي پروګرام کې دغه ویاړ ستایلی او ویلې یې دي چې د ښوونې د پرمختګ له پاره به نورې هڅې وکړي.

غونډه کې د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون ویلي چې ریاست یې د ښوونې کیفیت ته ډېر پام کوي، نو ځکه یادو لېسو بهترین ځای خپل کړی دی.

د کندهار د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو او ملي سوداګرو د پوهنې له بهیر سره په پرمختګ کې د همکارۍ ژمنه وکړه.



اعلان