مفته لوبې کوچنيان پر روږدې کېدا ګواښي

روغتیا

مفته لوبې کوچنيان پر روږدې کېدا ګواښي

213

الماني څېړونکي خلک له هغو لوبو وېرولي، چې هغې ته د مفته (free to play) په نوم بازار جوړونه کېږي، ډېر کله چې څوک کومه لوبه يا ګيم په مبایل يا کمپيوټر کې انسټال کړي او د لږ وخت لپاره ترې خوند واخلي، لږ وروسته چې څو مرحلې يا ليولونه تېر شي، نو د نورو ليولونو د لوبولو لپاره ترې د پيسو غوښتنه کوي.

دغه څېړونکی کريسټان توهاټسيک چې د المان د کاسل ښار د «ريل لايف» د سلاکارۍ د مرکز څېړونکی دی او ښار کې د وسايطو د مفرطې کارونې متخصص دی، وايي، چې ډېری کوچنيان او ځوانان د دې کار مقاومت نه شي کولی، ځکه لوبه کوونکی په پيل کې پر لوبه مين شي او د انعام ورکولو له لارې د لوبې نشه‌يي يا روږدی شي، وروسته د لوبې نوي ليولونه نه پرانيستل کېږي او پرته له دې چې حقيقي مال ونه لګوي او پېسې ادا نه کړي، لوبه کې نوې ځانګړنې نه شي موندلی.

ځينې لوبې په خورا لږ وخت کې ډېرې پيسې ګټي، خو له دې سره سره هم ډېر لږ لوبه کوونکي ورسره په حقيقي ډول تړاو لري.

دا المانی کارپوه پلرونو ته ټينګار کوي، چې که کوچنیان پر دې ناروغۍ اخته شول، د دې پر ځای چې مبايل يا کمپيوټر يې له لاسه واخلي، کوچنيان دې د لوبو د نورو ليولونو او مرحلو له پېرلو منع کړي، ځکه د کمپيوټر يا موبايل د له لاسه ورکولو له امله ښایي ځوانان ګوښي او له ټولنيز ژونده لرې شي.

پلرونه کولی شي، چې خپل مبايلونه او کمپيوټرونه داسې فعال کړي، چې د دوی له ورکړي شفر پرته په کې هيڅ اخيستنه يا پېرنه ترسره نه شي.

پوهان پلرونو ته ټينګار کوي، چې د اپليکېشنونو د غوراوي او د مبايل د کارونې پر مهال دې د بچيانو څارنه هم وکړي او دا انتخابونه دې ورته روښانه کړي.



اعلان