ميتس: طالبان غواړي چې جګړه د سولې له لارې پای ته ورسوي

افغانستان

ميتس: طالبان غواړي چې جګړه د سولې له لارې پای ته ورسوي

758

د امريکا دفاع وزير چې کابل ته راغلی دی، ويلي دي، چې د طالبانو په ډله کې يې د سولې خبرو ته ميلان حس کړی دی او دا ډله غواړي چې د افغانستان اوږده جګړه د سولې د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

نوموړي نن کابل کې د هغه د الوتکې له کښېناستو وړاندې خبريالانو سره خبرو کې زياته کړه: «موږ د طالبانو له لوري دې خبرې ته پاملرنه ملاحظه کړې ده».

جېمز څرګنده کړې ده، چې طالبانو دا ميلان د ولسمشر غني له وروستيو څرګندونو وړاندې ښودلی دی. ولسمشر غني په تېره ميلادي مياشت کې کابل کې د غونډې پر مهال وويل، چې طالبانو سره به له وړاندينيو شرطونو وړاندې خبرې اترې وکړو.

خو ستونزه دا ده چې طالبان غواړي د سولې خبرې نېغ په نېغه له امريکايي چارواکو سره وکړي او امريکا او افغان دولت هڅه کوي چې طالبان دولت سره خبرو اترو ته کښېنوي.

هېره دې نه وي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آیډه څو ورځې وړاندې د طالبانو دا غوښتنه منطقي وبلله او زياته يې کړه، چې له دې امله چې د جګړې تګلاره واشنګټن کې جوړه شوې، امريکا په افغانستان کې پراخ حضور لري او د افغانستان اوسنی حکومت د امريکا د اغېز په پايله کې رامنځته شوی دی، د مخالفينو دا غوښتنه منطقي ده چې امريکا سره د سولې د خبرو لپاره يې کوي.



اعلان