اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل کېږي

افغانستان

اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل کېږي

955

څو ورځې وړاندې د حکومتي ویاند په حواله وویل شول چې د ارګ او عطا نور تر منځ د بلخ کړکېچ حل شوی دی.
راپورونو کې ویل شوي وو چې عطا نور به د ولایت څوکۍ پرېږدي، خو نوی والي به د عطا نور په خوښه ټاکل کېږي.
پژواک اژانس د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې هوکړه شوې او راتلونکو ورځو کې به محمد اسحاق رهګذر د نوي والي په توګه وټاکل شي.
حکومت وړاندې د عطا نور له استعفی منلو وروسته محمد داود د بلخ د والي په توګه وټاکه، خو عطا نور د دندې له پرېښود انکار وکړ او ویل یې چې غوښتنې یې نه دي منل شوي.
خو اوس داسې ښکاري چې بلخ ته له کابل څخه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په وروستي سفر کې دغه کړکېچ حل شوی دی او حکومت، که څه هم په څرګنده څه نه وایي، د پردې تر شا یې له عطا نور او جمعیت ګوند سره معامله کړې او دغه څو میاشتینی کړکېچ یې پای ته رسولی دی.



اعلان