د امریکا دفاع وزیر په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

سيمه او نړۍ

د امریکا دفاع وزیر په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

231

د امریکا دفاع وزیر نن له وړاندې په یوه نا اعلان شوي سفر کابل راغلی دی.
ویل کېږي چې جیمز مټیس به کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره وګوري.
د هغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د هېواد بیلابیلو سیمو کې جګړې زور اخیستی او وروستیو بریدونو کې ګڼو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
بل خوا، د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي عطا نور تر منځ کړکېچ لا هم نه دی حل شوی.
وړاندې د حکومت په حواله ویل شوي وو چې کړکېچ حل شوی دی، خو عطا نور لا هم دنده پر مخ وړي او پرون یې هم د نوي کال د پروګرامونو په تړاو د غونډې مشري کړې ده.



اعلان