دوترتي پوځ ته: د ملګرو ملتونو متخصصین تمساح ته واچوئ

سيمه او نړۍ

دوترتي پوځ ته: د ملګرو ملتونو متخصصین تمساح ته واچوئ

992

د فلپین ولسمشر د ملګرو ملتونو د استازي هغه څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې ویلي وو، ولسمشر رودریګو دوترتي دې عقلي او عصبي معاینه وکړي.

دوترتي پوځ ته ویلي، که چېرې دغه احمقان راشي، نو تمساحانو ته یې واچوئ، هغه تمساحان چې خلک خوري.

ملګري ملتونه او د جرمونو نړیواله محکمه په دوترتي باندې تور لګوي چې خلک یې له محکمه کولو پرته وژلي دي. دوی غواړي د دغو وژنو پلټنه وکړي.

دوترتي فلپین کې د مخدره توکو د قاچاقبرانو پر ضد سخته مبارزه پېل کړې او له محکمه کولو پرته د لسګونو کسانو په وژلو تورن دی.



اعلان