"افغانستان له چین سره د سړک او اور ګاډي په واسطه نښلوو"

راپورونه

1389

کابل کې د چین سفیر ویلي، افغانستان سره د سوداګرۍ له پاره د منځنۍ اسیا هېوادونه خنډ دي.

لو جینګ سون پرون کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د افغانستان شمال کې د اور ګاډي پټلۍ تېرولو له پاره به زمینه برابره کړي.

ویسا ورځپاڼې د جینګ سون له خولې لیکلي چې ژر به د چین د ارومچي سوداګریزه سیمه د اور ګاډي او سړک له لارې د افغانستان له شمالي سیمو سره ونښلوو.

له دې وړاندې چینایي توکي د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې، دوه ځل افغانستان ته رارسول شوي وو، خو دغه چاره تر اوسه ځنډول شوې ده.

د چین سفیر وویل چې دوی افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستو له پاره هڅې کوي. سفیر افغانستان سره د سولې او زده کړو په برخه کې د نورې همکارۍ ژمنه هم وکړه.



اعلان