خرما د نارينه‌و لپاره ګڼې روغتيايي ګټې لري

روغتیا

خرما د نارينه‌و لپاره ګڼې روغتيايي ګټې لري

914

د خرما بېلا بېل ډولونه شته چې ځينې ځان ته او ځينې نور له ډول دول خوړو لکه چاکليټ، وچې ميوې او شيدو سره خوړل کېږي، خو د خرما مېوه يوازې خوږه «شېريني» يا د انرژۍ سرچينه نه ده، بلکې روغتيا لپاره د ګټورو خوړو يوه خزانه هم ده او په ځانګړي ډول د سړو لپاره چې لاندې ګټې لري:

خرما کې داسې مرکبات يا غذايي توکي شته چې د زېږوونکې روغتيا لپاره ښه دي:
څېړنو ښودلې ده، چې په خرما کې شته غذايي توکي د انسان دسپرمو يا هغې مادې چې کوچنيان ترې زېږي، کيفيت غوره کوي او نارينه‌و ته له جنسي پلوه پياوړتيا ورکوي.

څېړنو کې ويل شوي چې په منظم ډول د خرما خوړل د سپرمو يا د نر په منيو کې هغه حيوانات ډېروي چې له هغې بچي زېږي. دا پر زېږون د توان چاره باندې ستر اغېز لري.

خرما کې د پوټاشيوم، زېنک او نورو مهمو توکو سربېره داسې غذايي توکي شته، چې د ميراثي کوډ له سلامتيا سره د تړاو له امله د زېږوونکي روغتيا لپاره خورا ګټه لري. دغه راز په خرما کې شته توکي د زړه د سلامتيا لپاره هم ګټور دي.

خرما همدا ډول د قبض د درملنې، د طبيعي شکرې د ترلاسه کولو او هضم د سيستم د ښه کولو لپاره خوړل کېږي، خو پر شکره د اخته ناروغانو لپاره ټينګار کېږي، چې بايد له ډاکټر سره له مشورې وروسته په معلومه اندازه خرما وخوري.