د روسیې لوی مفتي: روسیه کې د مسلمانانو شمېر ۲۵ میلیونو ته رسېدلی

راپورونه

د روسیې لوی مفتي: روسیه کې د مسلمانانو شمېر ۲۵ میلیونو ته رسېدلی

643

روسیه کې د مسلمانانو لوی مفتي شیخ راول ویلي چې دغه هېواد کې د مسلمانانو شمېر زیات شوی او شمېر یې ۲۵ میلیونو ته رسېدلی دی.
د اناضول خبري اژانس د راپور له مخې، یاد مفتي روسیه کې د مسلمانانو د شمېر د زیاتوالي دوه لاملونه ښودلي دی. یو یې په مسلمانو کورنیو کې د زیږون د کچې زیاتوالی او دویم یې له منځنۍ اسیا څخه د مسلمانانو ورتلل ښودلي دي.
مفتي راول روسیې ته د اسلام د راتګ په اړه ویلي چې اسلام په اوومه زیږدي پېړۍ کې د پیغمبر (ص) پېروانو راورساوه او لومړۍ اذان په داغستان کې وویل شو.
نوموړي مفتي ویلي زیات شمېر مسلمانان پلازمېنه مسکو کې اوسېږي، خو پیټرزبرګ او یکاټیزبرګ کې یې هم شمېر زیات دی.
د راول په وینا، یو شمېر شیعه مسلمانان هم روسیه کې اوسېږي چې ډېر یې د پامیر تاجک دي او زیاتره یې داغستان کې اوسیږي. راول ویلي چې سني او شیعه د متحد مسلمان امت برخه دي.
راول ویلي چې مسکو کې د روسیې د مسلمانو مفتیانو یوه شورا هم شته.
مفتي راول ویلي چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې به مسلمانان د روسیې د ټول نفوس یو پر پنځه برخه جوړه کړي.



اعلان