«افغانستان کې د امريکا د جګړې ۶۰۰۰ ورځې پوره شوې»

راپورونه

«افغانستان کې د امريکا د جګړې ۶۰۰۰ ورځې پوره شوې»

328

نن دوشنبه په افغانستان کې د امريکا د جګړې ۶۰۰۰مه ورځ ده. دا جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.

ګڼو امريکايي سياستوالو، ليکوالانو او عامو خلکو په لسګونه ځله پر امريکا له دې امله توندې نيوکې کړې دي، چې دا جګړې ولې لا هم پسې غځوي، په داسې حال کې چې تر دې دمه يې د سلګونو امريکايي سرتېرو ژوند اخيستی او سلګونه مليارد ډالر پرې لګېدلې دي.

امريکايي ليکوال او مبصر جورج ويل پرون د يکشنبې په ورځ په خپاره کړي يوه تحقيق کې وويل، چې سبا دوشنبه به افغانستان کې د امريکا د تر ټولو اوږدې جګړې شپږ زرمه ورځ پوره شي.

هغه نيوکه کړې چې د امريکا له لوري د شاوخوا يو تريليون ډالرو په مصرف او د ۲۳۰۰ امريکايي سرتېرو په وژل کېدو دا جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې او روانه ده. په داسې حال کې چې په همدې جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره افغانان وژل شوي دي، خو بهرنيان يې د ورته راپورونو او څېړنو پر مهال يوازې د معلوماتو په توګه شمېرې خپروي او بس.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې که بهرني سرتېري په ۲۰۱۴م کال کې له ارزونې پرته نه وی وتلي دا جګړه به دومره نه وه اوږده شوې.

معلومه نه ده چې امريکا به دغه جګړه تر نورو څومره کلونو وغځوي، خو د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې ګڼ شمېر امريکايي چارواکو داسې څرګندونې وکړې، چې ډېر نور کلونه به هم امريکا په افغانستان کې پاتې شي.



اعلان