د برما پوځ د مسلمانانو کورونو او جوماتونو باندې پوځي مرکزونه جوړوي

راپورونه

د برما پوځ د مسلمانانو کورونو او جوماتونو باندې پوځي مرکزونه جوړوي

552

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د برما پوځ په هغو سیمو کې پوځي مرکزونه جوړوي چې یو وخت په کې د مسلمانانو کورونه او جوماتونه وو.

یاد سازمان چې نن (دوشنبه) یې خپل تازه راپور خپور کړی ویلي، وړاندې د مسلمانانو مېشت ځایونه اوس د پوځ له لوري نیول شوي دي.

دوی خپل راپور د سټلایټ د انځورونو په مرسته چمتو کړی دی.

وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د برما بودایي پوځ د مسلمانانو خالي شوي کورونه د بلډوزرو په واسطه هواروي.

ویل کېږي چې ۳۵۰ کلي ویجاړ شوي دي.

د برما له راکاین ایالت څخه تر اوسه اووه لکه مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش او یو کم شمېر یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

همداراز سلګونه نور د پوځ له لوري وژل شوي دي.



اعلان