طالبانو د فراه انار درې ولسوالۍ نیولې

افغانستان

طالبانو د فراه انار درې ولسوالۍ نیولې

575

راپورونه وایي، طالبانو د لویدیځ فراه ولایت انار درې ولسوالۍ تېره شپه له څو ساعته جګړې وروسته نیولې ده.

د ولایت ویاند ناصر مهری د ولسوالۍ سقوط تایید کړی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې د ولسوالۍ امنیه قومندان، جنایي امر او د مخدره توکو امر هم وژل شوي دي، خو مهری د مرګ-ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
فراه ولایت کې وروستیو کې نامني زیاته شوې ده. څو ورځې وړاندې بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې ۳۵ د کمانډو ځواکونه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.



اعلان