کاناډا: ډاکټرانو د معاش زیاتولو له امله مظاهره کړې

پام وړ

کاناډا: ډاکټرانو د معاش زیاتولو له امله مظاهره کړې

697

د کاناډا هېواد په کیوبیک ایالت کې شاوخوا اته سوه ډاکټرانو دوی ته د معاش د زیاتولو له امله مظاهره کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې ډاکټرانو ویلي چې د دوی دغه زیاتېدونکې پیسې دې ایالت کې په نورو روغتیایي کارونو ولګول شي.
دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی ته اوس مهال کافي پیسې (معاش) ورکول کېږي.
د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ایزابیلي ویلي، که چېرې زموږ ملګري خوشاله وي او ناروغانو ته ښه پام کېږي، نو موږ ټول به ګټونکي یو.
دغو ډاکټرانو یو لیک باندې لاسلیکونه کړي دي.



اعلان