له بایومیټریک درې اوونۍ وروسته ولسمشر لا هم تذکره نه ده اخیستې

راپورونه

له بایومیټریک درې اوونۍ وروسته ولسمشر لا هم تذکره نه ده اخیستې

751

۲۴ ورځې کېږي چې ولسمشر غني د تذکرو له پاره بایومیټریک کړی دی، خو تر اوسه یې نه ده ترلاسه کړې.

دغه برېښنایي تذکرې چې د یو شمېر سیاستوالو له جنجال او مخالفتونو وروسته یې ارګ د وېش پرېکړه وکړه، عامو افغانانو ته یې لا هم وېش نه دی پېل شوی.

د نفوسو د ثبت او احوالو ریاست چارواکي وایي چې دوی په دې اړه د ولسمشر امر ته په تمه دي.

تر اوسه په ارګ کې یوازې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو بایومیټریک شوی، خو د ولسمشر په څېر یې تذکرې نه دي ترلاسه کړي.

داسې اندېښنې هم څرګندېږي چې ګنې د تذکرو پر سر د ارګ او د مخالفینو تر منځ یې کومه معامله شوې ده، ځکه ویل کېدل چې ولسمشر او نور چارواکي به له بایومیټریک وروسته ژر تذکرې واخلي، خو تر اوسه یې نه دي اخیستي.



اعلان