کای آيډه: امريکا سره د طالبانو د نېغ په نېغه خبرو غوښتنه منطقي ده

نظر او تحليل

کای آيډه: امريکا سره د طالبانو د نېغ په نېغه خبرو غوښتنه منطقي ده

521

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي څرګنده کړې ده، چې د امريکا له متحده ايالاتو سره د طالبانو د نېغ په نېغه خبرو غوښتنه منطقي ده، ځکه د هغه په وينا د افغانستان نظامي ستراتېژي په واشنګټن کې جوړه شوې او ان دا چې د افغانستان دولت هم د امريکا د مداخلې په پايله کې جوړ شوی دی.

ويسا ورځپاڼې د کای آيډه له قوله ليکي، چې تر اوسه د طالبانو دريځ ثابت پاتې شوی، دا ډله افغان حکومت سره له خبرو اترو وړاندې امريکا سره پر خبرو اترو ټينګار کوي، «ځکه دوی د افغانستان دولت غير قانوني بولي او هغوی سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي». نوموړي دا څرګندونې پرايو خپرونې سره د افغانستان د دولت له لوري طالبانو ته د سولې د خبرو پر وړانديز په تبصره کې کړې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي ټينګار کړی دی، چې امريکا سره د خبرو اترو منطق څرګند دی، طالبان د امريکا او ناټو موجوديت ته د اشغال په سترګه ګوري او موخه يې هم همدا ده چې بهرني ځواکونه له هېواده وباسي، پر همدې اساس که امريکا د طالبانو د دې اساسي غوښتنې په اړه خبرو اترو ته حاضره نه شي، په لږو اهميت لرونکو مسالو کې به بحث بې معنا وي.

«زما په اند د طالبانو له لوري امريکا سره پر خبرو په ټينګار کې منطق شته، په لومړۍ درجه کې نظامي تګلاره امريکا کې جوړه شوې ده، افغانستان کې د امریکا حضور ډېر پراخ دی او ان دا چې اوسنی دولت د امريکا د لاسوهنې په پايله کې رامنځته شوی دی».

هغه پر امریکا ټينګار کړی، چې لکه څنګه چې د نظامي تګلارې په جوړولو کې يې ستره ونډه لرلې ده، داسې دې د سولې په رامنځته کولو کې له دې ډېره ونډه واخلي.

کای آيډه په پاي کې ويلي: «د ۹ کلونو په اوږدو کې څو ځل وتوانېدم چې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړم او باور نه لرم چې طالبانو دې د نوويمو ميلادي کلونو تيارو ته د بېرته ور ګرځېدو کوم هدف لرلی وي او يا دې وغواړي چې افغانستان دې له نړيوالې ټولنې وشکوي. طالبان پوهېږي چې دا هېواد د پرمختګ او هوساينې لپاره مرستو ته اړتيا لري.

د کای آيډه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې امريکا د طالبانو دا غوښتنه ردوي او ترې غواړي چې د افغانستان له دولت سره خبرې اترې وکړي، خو طالبان له دې انکار کوي.



اعلان