کېم جونګ اون: له دې وروسته به د جنوبي کوريا د ولسمشر خوب نه خرابوم

سيمه او نړۍ

کېم جونګ اون: له دې وروسته به د جنوبي کوريا د ولسمشر خوب نه خرابوم

1094

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون ژمنه کړې ده، چې له دې وروسته به د سويلي کوريا مشر مون جای اېن د توغنديو د خوشې کولو پر ضد د خبردارۍ پر ذنګونو له خوبه نه را لټوم. دا څرګندونې سيوول وړمه ورځې کړې دي.

پيونګ يانګ تېر کال د بالستيک توغنديو ۲۰ ازموينې وکړې چې ډېری يې د سهار په وختي ساعتونو کې کېدې.

مون بيا تل له هرې ازموینې سره سم د ملي امنيت غونډه راغوښتې، چې دغه مهال به چارواکي، ډپلوماتان او خبريالان ټول له خوبه را لټول کېدل. خو تېره اوونۍ کې د سيوول له پلاوي سره په کتو کې کېم ژمنه وکړه چې مون به نور له خوبه نه را بيداروي.

د سويلي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه چارواکي د شمالي کوريا د مشر دا خبره نقل کړې: «ما نن خپله پرېکړه وکړه، له دې وروسته به د سهار په وختي ساعتونو کې مون د تلفونونو پر شرنګي له خوبه نه را لټول کېږي».

په هغه غونډه کې چې ۴ ساعته روانه وه، کېم هوکړه وکړه چې اپريل کې به له مون سره د غونډې تړون کوي، هغه همدا راز په نږدې وخت کې له امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته ميلان وښود چې د اتومې وسلې په اړه خبرې وکړي او د خبرو اترو په موده کې به کومه اتومي ازموينه نه ترسره کوي.

امريکا د کېم دا پرېکړه وستايله، خو څو ورځې وړاندې يې څرګنده کړې وه، چې شمالي کوريا د خبرو اترو د پيل په اوږدو کې له وخته ګټه اخيستې او اتومي پروګرام يې نور هم مخکې وړی دی.

امريکا په داسې حال کې له شمالي کوريا څخه له اتومي وسلې د لاس اخيستو غوښتنه کوي، چې شمالي کوريا ټينګار کوي چې په هيڅ صورت کې به دا غوښتنه پلې نه شي. دې هېواد وړاندې ټينګار کړی و، چې د خبر اترو له پيل وړاندې د امريکا هيڅ شرط به هيڅکله ونه منل شي او د يوه سيال په توګه پر متقابل احترام ولاړې خبرې اترې شونې دي او بس.