پوتین: ښایي یهودانو د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې

سيمه او نړۍ

پوتین: ښایي یهودانو د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې

253

د امریکا په تېرو ټاکنو د لاسوهنې موضوع لا هم ګرمه ده او وخت نا وخت یې په اړه امریکایي او روسي چارواکي څرګندونې کوي.

روسیه د یو شمېر امریکایي چارواکو له لوري د امریکا د ۲۰۱۶ ز کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنېږي، خو د روسیې د ولسمشر او بهرنیو چارو د وزیر په ګډون نورو لوړ پوړو روسي چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین له امریکایي این بي سي رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې زه د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې پروا نه لرم.

خو ولسمشر پوتین دا ځل نوې خبرې درلودې.

هغه وویل چې ښایي د روسیې تابعیت لرونکي یهودان، تاتار او یا هم اوکراینیان د امریکا ټاکنو کې په لاسوهنې تورن شي.

انډیپینډنټ رسنۍ وایي، موږ په انګلستان او امریکا کې مېشت یهودي سازمانونه وپوښتل، خو هغوی ځواب را نه کړ.

دا لومړی ځل دی چې پوتین د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې په تړاو دغه ډول څرګندونې کوي.



اعلان