نبیل: حکومتي مشران خلکو ته په دوکه ورکولو بوخت دي

افغانستان

نبیل: حکومتي مشران خلکو ته په دوکه ورکولو بوخت دي

434

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په حکومت باندې توندې نیوکې کړي او ویلې یې دي چې د حکومت مشران خلکو ته په دوکه ورکولو بوخت دي.

نبیل پر خپل ټوېټر باندې فراه کې ننني برید ته په اشاره چې پنځه دېرش افغان کمانډو په کې ووژل شول لیکلي چې هره ورځ د امنیتي ځواکونو سل تنه مړه او ژوبلېږي، خو حکومتي مشران د سولې او جګړې د ستراتيژیو لاپې وهي.

نوموړي زیاته کړې، حکومتي مشران د دې له پاره چې د دښمن دسیسې دفع کړي، خلکو ته په دوکه ورکولو او د یوه بل پر ضد په دسیسو جوړولو بوخت دي.

نبیل د حکومت ضد سیاستوالو له ډلې څخه دی.

 



اعلان