پوتين د «ځواک» معنا څه ډول وکړه؟

پام وړ

پوتين د «ځواک» معنا څه ډول وکړه؟

674

پوتين چې د نړي يو له پياوړو شخصيتونو شمېرل کېږي وايي، چې ريښتونی قوت يا ځواک دا دی چې سړی پر هغه څه باور ولري چې کوي يې.

نوموړي د اېن بي سي چېنل له امريکايي خبريالې ميګين کيلي سره مرکه کې د دې خبرې په ځواب کې چې د دولت د مشر له لوري د ځواک د اغېز رامنځته کول مهم دي، ويلي: «مهمه دا نه ده چې د ځواک اثر يا اغېز پيدا کړل شي، بلکې په رښتيا ډول د ځواک لرل مهم دي، مهم هغه څه دي چې موږ يې د دې کلمې له لارې غواړو، ځکه پياوړتيا يا ځواک دا نه ده چې مېز په سوک ووهل شي او يا چيغې ووهل شي».

روسي ولسمشر زياته کړه: «زه په دې باور يم چې قوت يا پياوړتيا ډېر بعدونه لري، لومړی دا چې «قوي» انسان بايد د هغه څه پر مصداقيت قانع وي چې کوي يې، دوهم دا چې هغه بايد د هغو موخو د ترلاسه کولو لپاره چې مخې ته يې ځان ته ايښي، تر پايه مزل ته چمتو وي».